تازه خبرونه

د افغانستان د کلیوالي ټولنو د خوړو خوندیتوب او معیشت د ښه کولو لپاره ۱۰ میاشتنی پروګرام پیل شو

د پروګرام له مخې، په راتلونکو ۱۰ میاشتو کې به د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې له ۲۱ زره څخه ډېرې کورنۍ تر پوښښ لاندې راشي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ټولنې (FAO) د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د خوړو خوندیتوب او معیشت ښه کولو لپاره د انګلستان له‌خوا تمویل شوی ۱۰ میلیون پونډه پروګرام په کلیوالي ټولنو کې د اقلیمي او اقتصادي زیانونو سره د مقابلې لپاره پیل شوی دی.

د پروګرام له مخې، په راتلونکو ۱۰ میاشتو کې به د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې له ۲۱ زره څخه ډېرې کورنۍ تر پوښښ لاندې راشي.

د کرنې وزارت د دې پروګرام له پیل هرکلی کوي او وايي، چې؛ دا ډول پروګرامونه به دندې رامنځته کړي او کرنیز تولید به ورسره زیات شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ټولنې (FAO) ویلي، چې د انګلستان حکومت په افغانستان کې د ملاتړ پروګرام پیل کړی، چې د افغانستان له زیانمنو خلکو سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې د دې پروګرام موخه د خوړو خوندیتوب پیاوړی کول، د کلیوالي ژوند ښه کول او د اقلیمي بدلون او اقتصادي زینونو پر وړاندې د افغانانو د ژوندانه ښه کول دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: ” د کرنې د معیشت پروژه به د راتلونکو لس میاشتو لپاره د افغانستان د ټولو اته سیمو  په ۱۵ ولایتونو کې له ۲۱ زره څخه زیاتو کورنیو ته خدمتونه وړاندې کړي. دا پروژه به بزګرانو، شپنو او بې ځمکې کارګرانو ته لومړیتوب ورکړي. په ځانګړي توګه د کونډو او د ښځو پر مشرۍ کورنیو به راوڅرخیږي. دا پروژه د انګلستان له‌خوا په سخاوتمندانه توګه تمویل کیږي، چې په افغان ټولنو کې د دوامداره او مساوي کرنې او معیشت ښه‌والي ته وده ورکړي.”

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ټولنې ویلي، چې په لومړي کال کې دا پروژه به د کروندګرو له کورنیو سره د غنمو او لبنیاتو تولید ښه کولو، د اوبو لګولو سیسټمونو بیارغولو او کیفیت لرونکي تخمونو ته د لاسرسي په پراخولو کې مرسته وکړي.

دغه راز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو د ژوند د ښه‌والي او پیاوړتیا په موخه د پروژو له پلي کولو هرکلی کوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمدکاظم  وايي، چې دا پروګرامونه د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو سربېره، د کرنې تولید هم زیاتوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ويلي، چې دا پروګرامونه د کورنیو د اقتصادي ودې او د افغانانو د ژوند د ښه‌والي په برخه کې مهم رول لوبوي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ ښځې به په دې پروژه کې د ځانګړي ملاتړ؛ لکه د چرګانو د فارمونو کڅوړو، د څارویو روزنې او د لبنیاتو بازارونو ته د لاسرسي په ترلاسه کولو سره مهم رول ولوبوي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کرنې پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۴ پورې یې په دې برخه کې له ۳۰ میلیون څخه زیاتو افغانانو سره مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version