سوداگري

د افغانستان د ګمرکونو میلیونونه ډالر بې ځایه کېدل د پام وړ دي

Published

on

Last Updated on: غویی ۳۱, ۱۴۰۰

په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې ضد کمیسیون د مالیې وزارت د چارسمبالي دا خبرې، چې  هره ورځ د ګمرکونو شاوخوا اته میلیون ډالر بې ځایه ځي، ناورین زېږوونکې ګڼي او پدې اړه یې د څېړنو ډاډ څرګند کړی دی.  

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون د رسنیو مسوول سالم صفري ویلي، چې دا فساد به د ستر مالي غلا د دوسیې په څېر تر څېړنو لاندې ونیول شي.

سالم صفري وایي: دا کمیسیون په دې برخه کې څېړنې کوي او په دې اړه له اړوند وزارته بشپړ معلومات تر لاسه کوي.

د ولسي جرګې غړي د حکومت مشرتابه په ځانګړي توګه مالیې وزارت په ګمرکونو کې د فساد اصلي عامل بولي او وایي، چې د مالیې وزارت دې د اعتراف او شکایت پر ځای د فساد مخه ونیسي.

د مالیې وزارت چارسمبالی خالد پاینده د ولسي جرګې د غړیو د پوښتنو او غوښتنو په ځواب کې ویلي، چې هره ورځ د هېواد له ګمرکونو له راټولو شویو اووه ـ اته میلیون ډالرو څخه هیڅ شی حکومت ته نه سپارل کیږي او ځانګړیو جیبونو ته ځي.            

دا، چې د دې ستر فساد تر شا څوک دي؛ د ولسي جرګې اداري پلاوي یې په اړه ویلي، چې د مالیې  وزارت د چارسمبالي خبرو دوی ته قناعت ندی ورکړی.

د ولسي جرګې د دارالانشا مشر حجت الله خردمند وایي: مالې وزارت دې د فساد په اړه د څرګندونو پر ځای له فساد سره مبارزه وکړي او د مفسدینو نوملړ دې په ډاګه کړي.          

د کابل ښار اوسیدونکي له آریانا نیوز سره په خبرو کې وایي، چې د مالیې وزارت مسوولین په ځانګړي توګه د سر سړی یې په فساد کې ښکېل دی او د خپل بام واورې د نورو پر بام اچوي.

دوی دغه راز څرګندوي، چې د مسوولینو په ټاکنو او غوراوي کې د مالیې وزارت او چارو اداره بنسټیز رول لري.

په هېواد کې له دې مخکې ولسمشر اشرف غني کورنیو چارو وزارت د فساد زړه ګڼلی و؛ خو اوس لیدل کیږي، چې مالیې وزارت د فساد پر زړه بدل شوی دی.

Trending

Exit mobile version