سوداگري
د افغانستان سوداګریز بانکونه د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پروژې مالي لګښت برابروي
دا څرګندونې د افغانستان بانک، مالیې وزارت او د سوداګریزو بانکونو د استازو ترمنځ له ګډې غونډې وروسته راپورته شوې دي.
د افغانستان بانک څرګنده کړې، چې سوداګریز بانکونه به د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د هغې پروژې د لګښت په برابرولو کې ونډه واخلي، چې ټول لګښت یې نږدې ۵۵ میلیارډ افغانۍ اټکل شوی دی.
دا څرګندونې د افغانستان بانک، مالیې وزارت او د سوداګریزو بانکونو د استازو ترمنځ له ګډې غونډې وروسته راپورته شوې دي.
د افغانستان بانک د څرګندونو له مخې، په دې وروستیو کې د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیالۍ او مالیې وزارت پر همغږۍ د ملي پراختیایي پروژو د مالي لګښت تګلاره وروستۍ شوې ده.
د دې تګلارې له مخې؛ سوداګریزو بانکونو ته زمینه برابره شوې، چې په سترو بنسټیزو پروژو کې مستقیمه پانګونه وکړي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیقالله خالد ویلي، چې بانکي سکټور کولی شي د کورني پانګونې له لارې د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او د پراختیایي پروژو په چټکې پليکېدا کې مهم رول ولوبوي.
خالد زیاته کړې، چې په هېواد کې د امنیتي وضعیت ښهوالي د سترو بنسټیزو پروژو د پلي کېدو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان بانک به د خصوصي سکټور د ونډې د هڅونې لپاره اړین ملاتړ او آسانتیاوې برابرې کړي.
دغه راز د سوداګریزو بانکونو استازو هم د اوسپنېپټلۍ په دې پروژه کې د پانګونې لپاره خپل چمتووالی ښودلی او په ملي پراختیایي پروژو کې یې ګډون د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره هم یو فرصت او هم یو مسوولیت بللی دی.
د یادونې ده، چې د هرات ـ مزارشریف د اوسپنېپټلۍ پروژه ۶۵۷ کیلومټره اوږدوالی لري. دغه پروژه د اقتصادي ودې د پیاوړتیا، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د سیمهییزو نښلوونکو لارو د ښهوالي لپاره طرحه شوې ده.