لوبی
د افغانستان شل کلنو فوټبال ملي لوبډلې بحرین ته ۳ پر ۱ماتې ورکړه
دا د کوروش برمک تر مشرۍ لاندې د افغانستان لومړنۍ بریا وه.
د افغانستان د شل کلنو فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ز.کال د آسیا شل کلنو فوټبال جام ته د غوراوي سیالیو په وروستۍ لوبه کې بحرین ته ۳ – ۱ماتې ورکړه.
دا د کوروش برمک تر مشرۍ لاندې د افغانستان لومړنۍ بریا وه.
افغانستان له دې بریا سره درې نمرې ترلاسه کړې او د «ډي» ګروپ درېیم ځای یې خپل کړ. تاجکستان د دې ګروپ لومړی او اردن دوهیم ځای خپل کړ.
د افغانستان لوبډلمشر حبیبالله هوتک د لوبې په شپږمه دقیقه کې لومړی ګول وواهه. هغه د بحرین له یوه لوبغاړي څخه د توپ له ترلاسه کولو او له دوه ساتونکو څخه بریالی تېر شو او په یوه پیاوړې توپوهنه یې د بحرین دروازه پرانیسته.
بحرین له ګول خوړلو وروسته د افغانستان پر دروازه بریدونه زیات کړل او په اووهویشتمه دقیقه کې یې د مساوي کولو ښه فرصت درلود،؛ خو د علي مرهان علي توپ له دروازې پورته ووت.
د لومړۍ نیمایي په وروستیو دقیقو کې هم بحرین څو نور فرصتونه جوړ کړل؛ خو د مساوي ګول پر وهلو بریالی نهشو.
بحرین په دوهیمه نیمایي کې خپل بریدونه روان وساتل او په نههپنځوسمه دقیقه کې یې مساوي ګول وواهه. عبدالله ابراهیم د کارنر له توپوهنې وروسته پر سر ګول وواهه او پایله یې ۱-۱ کړه.
افغانستان ۱۱ دقیقې وروسته بیا مخکښ شو. یاسر ساپي د حمیدالله حیدري له پاس وروسته پر چپه پښه توپ وواه او د بحرین دروازې ته یې وردننه کړ.
فرزاد تاجک په څلوراتیایمه دقیقه کې د افغانستان درېیم ګول وواهه. هغه د بحرین له دروازهساتونکي څخه له تېرېدا وروسته توپ تشې دروازې ته ولېږه او د افغانستان بریا یې یقیني کړه.
د لوبې په وروستیو دقیقو کې د بحرین مدافع کرار حسین له یوې نښتې وروسته له سور کارت سره مخ شو.
سره له دې بریا افغانستان د ۲۰۲۷ز.کال د آسیا شل کلنو فوټبال جام ته لار ونه موندله. تاجکستان د ګروپ لومړۍ لوبډلې د سیالیو وروستي پړاو ته ووته او افغانستان د درېیم ځای له خپلولو سره له سیالیو پاتې شو.