تازه خبرونه
د افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
د افغانستان علماوو د خواخوږۍ او خواشینۍ په پیغام کې راغلي:« د علماوو له منځه وړل ستر ظلم دی، چې د الله تعالی د قهر او غضب سبب ګرځي او د نه بښلو جرم ګڼل کېږي. مونږ د افغانستان علما دا ډول کړنې غندو او ردوو.»
د افغانستان علماوو د پاکستان د دیني عالم مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه بللې او د هغه پر مړینه یې د نړۍ ټولو علماوو ته؛ په ځانګړي توګه یې د پاکستان جمعیت علمای اسلام ته د خواخوږۍ او خواشینۍ مراتب وړاندې کړي دي.
د افغانستان علماوو د خواخوږۍ او خواشینۍ په پیغام کې راغلي:« د علماوو له منځه وړل ستر ظلم دی، چې د الله تعالی د قهر او غضب سبب ګرځي او د نه بښلو جرم ګڼل کېږي. مونږ د افغانستان علما دا ډول کړنې غندو او ردوو.»
افغان علماوو د پاکستان او افغانستان له حکومتونو څخه غوښتني، چې د علماوو د پر نښه کولو مخه دې ونیسي.
مولانا محمد ادریس پرون (سېشنبه د غویي پېنځلسمه) د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د چارسدې د اتمانزو دارالعلوم ته پر لاره په یوه وسلهوال برید کې وژل شوی دی.
د یادونې ده، چې د مولانا محمد ادریس د جنازې لمونځ پر همدې ورځ د مازیګر ۵:۳۰ ادا او په پلرني کلي( د چارسدې تورنګزيو) کې خاورو ته وسپارل شو.