تازه خبرونه

د افغانستان غالیو د ایراني غالیو بازار ته زیان رسولی – ایراني سوداګر

د مهر خبري سرچینې د خبر له مخې؛ مرتضی حاجي آقامیري د ایران د غالۍ اوبدلو، هنرونو او لاسي صنایعو خونې د کمیسیون په غونډه کې ویلي؛ دا کمیسیون غواړي، چې ایران ته د افغان غالیو د قاچاق د مخنیوي لپاره د حل یوه لار ومومي.

Published

on

د ایران د غالۍ، هنر او لاسي صنایعو خونې د کمیسیون مشر مرتضی حاجي آقامیري ويلي، افغان غالیو د ایراني غالیو بازار زیانمن کړی دی.

د مهر خبري سرچینې د خبر له مخې؛ مرتضی حاجي آقامیري د ایران د غالۍ اوبدلو، هنرونو او لاسي صنایعو خونې د کمیسیون په غونډه کې ویلي؛ دا کمیسیون غواړي، چې ایران ته د افغان غالیو د قاچاق د مخنیوي لپاره د حل یوه لار ومومي.

د ایران د غالۍ اوبدونکیو او صادروونکیو ټولنې مشر هم ویلي، چې پخوا به قاچاقي غالۍ پټې پلورل کېدې؛ خو اوس په بازار کې ښکاره پلورل کېږي.

د ایران د غالیو تولیدوونکیو او صادروونکیو ټولنې مرستیال حامد چمن‌روخ هم ویلي، چې دوی د غالیو د قاچاق په اړه له پیله تر مشهده د هغو د رسېدو په اړه بشپړ معلومات لري.

هغه زياته کړې، چې دا سوداګریز کالي د تايباد له پولې او د پاخه سړکونو له لارو ايران ته داخلېږي.

د ايران د غاليو، هنرونو او لاسي صنايعو خونې د کمیسيون مرستيال هم په دې ناسته کې ويلي، چې پخوا به هندي غالۍ ايران ته واردېدلې او اوس افغان غالۍ واردېږي.

Trending

Exit mobile version