لوبی
د افغانستان فوټسال لوبډلې بیا هم د آسیا ملتونو فوټسال جام ته لاروموندله
دا لوبه نن (چارشنبه د تلې دوهیمه) د میانمار په یانګون کې ترسره شوه.
Last Updated on: تله ۳, ۱۴۰۴
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په انډونیزیا کې د ۲۰۲۶ کال د آسیا ملتونو فوټسال جام غوراوي سیالیو ته په خپله دوهیمه په زړه پورې لوبه کې کوربه لوبډلې میانمار ته ۸ د ۰ پر توپیر ماتې ورکړه.
دا لوبه نن (چارشنبه د تلې دوهیمه) د میانمار په یانګون کې ترسره شوه.
د سیالۍ په لومړۍ لوبه کې د هېواد د فوټسال لوبډلې مالډیپ ته ۱۰ پر ۱ ماتې ورکړه.
د هېواد فوټسال لوبډلې له میانمار او مالډیپ سره د آسیا فوټسال جام د غوراوي سیالیو په H ګروپ کې و.
