تازه خبرونه

د افغانستان له بشري مرستو څخه باید اقتصادي بیارغونې او خصوصي سکټور ودې ته پام راواړول شي

مریم بنت علي المسند زیاته کړې؛ ما د نړیوالې همکارۍ پر پیاوړتیا او د اوږدمهاله ثبات د ټینګښت او د دوامدارې اقتصادي بیارغونې لپاره د زمینې برابرولو پر موخه د هڅو پر همغږۍ ټینګار هم ټینګار کړی دی.

Published

on

 

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې همکارۍ وزیرې په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دوحه کې یې د افغانستان د ځانګړې همغږۍ ډلې غونډې ته څرګنده کړې، چې د باثباته راتلونکي د رامنځته کولو لپاره باید له بشري مرستو څخه د اقتصادي بیارغونې او د خصوصي سکټور د پراختیا ملاتړ ته پام راواړول شي.

مریم بنت علي المسند زیاته کړې؛ ما د نړیوالې همکارۍ پر پیاوړتیا او د اوږدمهاله ثبات د ټینګښت او د دوامدارې اقتصادي بیارغونې لپاره د زمینې برابرولو پر موخه د هڅو پر همغږۍ ټینګار هم ټینګار کړی دی.

المسند ویلي، قطر له تېرې یوې لسیزې په افغانستان کې د بشري مرستو او پراختیايي پروژو لپاره نږدې ۱۵۰ میلیون ډالر لګولي او د لګولو ژمنه یې کړې ده، چې روغتیا، زده‌کړو او بېړنیو مرستو ته ځانګړې شوي دي.

هغې خبرداری ورکړ، چې سختې بشري اړتیاوې او اقتصادي ستونزې اوس هم افغان کورنۍ اغېزمنوي. دغه راز د خلکو بېرته ستنېدل او بې‌ځایه کېدل پر عامه خدمتونو او د خلکو پر معیشت اضافي فشارونه اچوي.

د هغې د څرګندونو له مخې؛ د خوړو خوندیتوب، روغتیا، تغذیې، زده‌کړو او پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخو کې اوس هم بېړنیو مرستو ته اړتیا شته.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې همکارۍ وزیرې ټینګار وکړ، چې مرستې باید له روڼتیا، حساب ورکولو او بشري اصولو سره سمې ووېشل شي او زیانګالو ډلو؛ ښځو او ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

هغې زیاته کړې، چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو پر مشرۍ وټاکل شي او د دغه هېواد ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتیا ته درناوی وشي.

المسند له ۲۰۱۳ز. کال راپدېخوا د افغانستان په اړه د دوحې د سولې بهیر له پیل سره د خبرو اترو په آسانتیا کې د قطر رول ته نغوته وکړه او د افغان کډوالو لپاره د حل‌لارو سټراټیژۍ او د افغانستان د بشري مرستو صندوق په څېر نوښتونو کې یې د دغه هېواد ملاتړ مهم وباله.

هغې ویلي، د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې بهیر د سیاسي تعامل او عملي همکارۍ لپاره زمینه برابروي.

هغې ویلي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه او د خصوصي سکټور پراختیا هغه برخې دي، چې نړیوالې هڅې په کې ملموسې پایلې لرلی شي.

المسند له ګډونوالو وغوښتل، چې افغانستان د نړیوالې اجنډا په سر کې وساتي، روښانه لومړیتوبونه وټاکي او له افغانانو سره خپلې ژمنې تازه کړي. هغې ټینګار کړی، چې تخنیکي همکاري باید د پراخو سیاسي هڅو بشپړوونکې وي.

Trending

Exit mobile version