تازه خبرونه
د افغانستان له بشري مرستو څخه باید اقتصادي بیارغونې او خصوصي سکټور ودې ته پام راواړول شي
مریم بنت علي المسند زیاته کړې؛ ما د نړیوالې همکارۍ پر پیاوړتیا او د اوږدمهاله ثبات د ټینګښت او د دوامدارې اقتصادي بیارغونې لپاره د زمینې برابرولو پر موخه د هڅو پر همغږۍ ټینګار هم ټینګار کړی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې همکارۍ وزیرې په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دوحه کې یې د افغانستان د ځانګړې همغږۍ ډلې غونډې ته څرګنده کړې، چې د باثباته راتلونکي د رامنځته کولو لپاره باید له بشري مرستو څخه د اقتصادي بیارغونې او د خصوصي سکټور د پراختیا ملاتړ ته پام راواړول شي.
مریم بنت علي المسند زیاته کړې؛ ما د نړیوالې همکارۍ پر پیاوړتیا او د اوږدمهاله ثبات د ټینګښت او د دوامدارې اقتصادي بیارغونې لپاره د زمینې برابرولو پر موخه د هڅو پر همغږۍ ټینګار هم ټینګار کړی دی.
المسند ویلي، قطر له تېرې یوې لسیزې په افغانستان کې د بشري مرستو او پراختیايي پروژو لپاره نږدې ۱۵۰ میلیون ډالر لګولي او د لګولو ژمنه یې کړې ده، چې روغتیا، زدهکړو او بېړنیو مرستو ته ځانګړې شوي دي.
هغې خبرداری ورکړ، چې سختې بشري اړتیاوې او اقتصادي ستونزې اوس هم افغان کورنۍ اغېزمنوي. دغه راز د خلکو بېرته ستنېدل او بېځایه کېدل پر عامه خدمتونو او د خلکو پر معیشت اضافي فشارونه اچوي.
د هغې د څرګندونو له مخې؛ د خوړو خوندیتوب، روغتیا، تغذیې، زدهکړو او پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخو کې اوس هم بېړنیو مرستو ته اړتیا شته.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې همکارۍ وزیرې ټینګار وکړ، چې مرستې باید له روڼتیا، حساب ورکولو او بشري اصولو سره سمې ووېشل شي او زیانګالو ډلو؛ ښځو او ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
هغې زیاته کړې، چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو پر مشرۍ وټاکل شي او د دغه هېواد ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتیا ته درناوی وشي.
المسند له ۲۰۱۳ز. کال راپدېخوا د افغانستان په اړه د دوحې د سولې بهیر له پیل سره د خبرو اترو په آسانتیا کې د قطر رول ته نغوته وکړه او د افغان کډوالو لپاره د حللارو سټراټیژۍ او د افغانستان د بشري مرستو صندوق په څېر نوښتونو کې یې د دغه هېواد ملاتړ مهم وباله.
هغې ویلي، د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې بهیر د سیاسي تعامل او عملي همکارۍ لپاره زمینه برابروي.
هغې ویلي، د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه او د خصوصي سکټور پراختیا هغه برخې دي، چې نړیوالې هڅې په کې ملموسې پایلې لرلی شي.
المسند له ګډونوالو وغوښتل، چې افغانستان د نړیوالې اجنډا په سر کې وساتي، روښانه لومړیتوبونه وټاکي او له افغانانو سره خپلې ژمنې تازه کړي. هغې ټینګار کړی، چې تخنیکي همکاري باید د پراخو سیاسي هڅو بشپړوونکې وي.
تازه خبرونه
پر لمانځه، دیني زدهکړو او بیتالمال ساتنې ټینګار وکړئ – د اسلامي امارت رهبر
د اسلامي امارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې: نوموړي ویلي، چې مجاهدین باید لمونځ د ټولو ارکانو او شرایطو پر رعایت ادا کړي او د دیني زدهکړو ترڅنګ، اسلامي اخلاق او آداب هم په خپل ژوند کې عملي کړي؛ ځکه، چې خلک یې کړنې څاري.
د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده پرون ماسپښین د ۲۰۵ البدر قول اردو ځواکونو ته په وینا کې پر لمانځه، دیني علومو زدهکړې، اسلامي اخلاقو رعایت او د بیتالمال ساتنې ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې: نوموړي ویلي، چې مجاهدین باید لمونځ د ټولو ارکانو او شرایطو پر رعایت ادا کړي او د دیني زدهکړو ترڅنګ، اسلامي اخلاق او آداب هم په خپل ژوند کې عملي کړي؛ ځکه، چې خلک یې کړنې څاري.
د اسلامي امارت رهبر له دې ځواکونو غوښتي؛ قرآن کریم له قرائت، تجوید او معنا له مخې زده کړي، جوماتونو ته درناوی ولري، د خپلو مشرانو او استادانو درناوی وکړي او خپلې زدهکړې روانې وساتي.
هغه د دولتي امکاناتو؛ موټرو او وسلو پر مسوولانه کارونې ټینګار کړی او له دې ځواکونو یې غوښتي، چې له بیتالمال څخه له ناسمې ګټې اخیستنې ډډه وکړي.
شیخ هبةالله آخوندزاده همدارنګه د ځواکونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پر ساتلو، له قومپالنې او اړیکوپالنې څخه پر ډډه کولو او د شخصي ګټو پر ځای د نظام ګټو ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
د ډلهییز امنیت تړون ټولنه به د کال تر پایه تاجکستان ته وسلې او تجهیزات ولېږي
د روسیې تاس خبري آژانس د راپور له مخې؛ ماسادیکوف ویلي، چې د قزاقستان، قرغزستان، روسیې او بېلاروس لومړنۍ جوپې به د روان کال د مني تر پایه تاجکستان ته ولېږدول شي.
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې سرمنشي تالاتبیک ماسادیکوف ویلي، چې روسیه او د دې ټولنې نور غړي به د روان میلادي کال تر پایه د افغانستان له پولې سره د تاجکستان د امنیت پیاوړتیا لپاره دغه هېواد ته د وسلو او تجهیزاتو د لېږلو بهیر پیل کړي.
د روسیې تاس خبري آژانس د راپور له مخې؛ ماسادیکوف ویلي، چې د قزاقستان، قرغزستان، روسیې او بېلاروس لومړنۍ جوپې به د روان کال د مني تر پایه تاجکستان ته ولېږدول شي.
هغه زیاته کړې، چې دا پروګرام د تجهیزاتو ترڅنګ وسلې هم رانغاړي او موخه یې د افغانستان له پولې سره په اوږدو کې د تاجکستان د امنیتي وړتیاوو پیاوړتیا ده.
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې سرمنشي ټینګار کړی، چې د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا پروګرام افغانستان ته ګواښ نهدی.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له دې مخکې ویلي وه، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد او ګاونډ هېوادونو پر وړاندې ونهکارول شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان او ناروې چارواکو پر افغانستان او سیمیهیزې امنیتي همکارۍ خبرې وکړې
وهابوف په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دا غونډه د ناروې د شخړو د اواري مرکز لهخوا جوړه شوې وه او له افغانستان سره پر عملي تعامل، خبرو، امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ او سیمهییز پیوستون راوڅرخېدله.
د ازبکستان د ولسمشر سلاکار جولان وهابوف ویلي؛ د ازبکستان او ناروې د چارواکو دوهورځنۍ غونډه د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې ترسره شوه، چې په کې د سیمې امنیت، په سیمهییزو همکاریو کې د افغانستان ونډه او د اقتصادي اړیکو پراختیا وارزول شوه.
وهابوف په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دا غونډه د ناروې د شخړو د اواري مرکز لهخوا جوړه شوې وه او له افغانستان سره پر عملي تعامل، خبرو، امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ او سیمهییز پیوستون راوڅرخېدله.
د ازبکستان په پلاوي کې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشوف، په ناروې کې د ازبکستان سفیر رحمتالله نوریمبتوف، د نړیوال اقتصاد او ډیپلوماسۍ پوهنتون د نړیوالو پرمختللیو مطالعاتو انسټیټیوټ مرستیال عادل غفاروف او جولان وهابوف ګډون درلود.
وهابوف څرګنده کړې؛ په دې غونډه کې یې د سولې ټینګښت او له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو په برخه کې د ازبکستان تجربې وړاندې کړې او ټینګار یې کړی، چې په سیمه کې تلپاتی ثبات یوازې د سیمهییزې همپالنې پر بهیرونو د افغانستان د تدریجي ګډون له لارې شونی دی.
هغه دا غونډه د نورو خبرو لپاره هیلهبښونکی پیل بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې دا بهیر به په منظم ډول روان وي.
-
سوداگري4 days agoدوغارون افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو اصلي لاره ده
-
سوداگري3 days agoایران غواړي د هرات اوسپنېپټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځوي
-
تازه خبرونه4 days agoله اسلامي امارت سره به د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه خبرې روانې وي
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما دې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه نه غورزوي – ملا برادر
-
تحول5 days agoتحول: کابل ته د روسیې د لوړپوړي پلاوي سفر
-
سوداگري1 day agoد شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ دوه برابره شوی
-
لوبی2 days agoد اتل سلیزې او د راشد څلور ویکټو افغانستان د زمبابوی پر وړاندې بریا ته ورساوه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان په جګړهییزو عملیاتو کې د ناټو لږ شمېر متحدانو فعاله ونډه لرله – پیټ هګسټ
