تازه خبرونه
د افغانستان له زلزله ځپلیو سیمو سره دې مرستې ډېرې شي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي مرستیال د یکشنبې پر ورځ له هغې وروسته، چې د تېرې اوونۍ له زلزله ځپلیو سیمو لیدنه وکړه؛ د دې هېواد لپاره یې د نورو نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامیز الاکبروف ویلي: پروني سفر ما ته د افغانستان د خلکو له کړاوه ډک ژوند او د سترو ناخوالو پر وړاندې د هغو ځواکمن هوډ یو ځل بیا تائید کړ.
ملګرو ملتونو او ملګرو یې د افغانستان لپاره د بشردوستانه پروګرام په چوکاټ کې د ناورین د ځوابولو لپاره سږنۍ درې میاشتنۍ بېړنۍ غوښتنه رامنځته کړې ده.
په پکتیکا او خوست ولایتونو کې نږدې ۳۶۲ زره خلکو ته د بشردوستانه مرستو له رسولو موخه داده، چې اغېزمنو خلکو ته د مرستو کچه پراخه او ګړندۍ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ سره له دې، چې بسپنه ورکوونکیو په تېرو لس ستونزمنو میاشتو کې له افغانستان سره له سخاوته ډکې مرستې کړي؛ خو زه له نړیوالې ټولنې غواړم له هغو خلکو سره، چې له یو بل بېړني حالت سره مخ دي؛ خپلې د ژغورنې ژمنې دوامداره او ملاتړ ترې وکړي.
د شنبې پر ورځ الاکبروف د ملګرو ملتونو د نورو ادارو له استازیو سره یو ځای د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ د میر صاحب او خان الدین کلیو ته سفر وکړ، چې یوه له هغو سیمو څخه ده، چې خلک یې د تېرې اوونۍ ۶ اعشاریه یوې درجې زلزلې له کبله زیانمن شوي دي.
د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې اوونۍ زلزلې له کبله له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او له ۲۰۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ یوازې په ګیان ولسوالۍ کې ۲۳۵ تنه مړه شوي او ۶۰۰ نور ټپیان دي.
زلزله ځپلیو سیمو ته د ملګرو ملتونو د پلاوي ورتګ او له اوسیدونکی سره یې لیدنه ښیي، چې ډېریو یې د کورنۍ غړي او ملګري له لاسه ورکړي. د یتیمانو او له کورنیو د بې برخې خلکو کورونه اوس د استوګنې وړ ندي.
الاکبروف زیاته کړې: پر خوراکي مرستو، بېړنيو سرپناوو، لارو کوڅو او سړکونو رغونې سربېره دغه خلک پاکو اوبو د لښتیو بیا رغونې او د کولرا د مخنیوي لپاره د هڅو چمتووالي ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونو ویلي؛ له داسې انتقالي ملاتړ پرته به په ځبل شویو سیمو کې ښځې، نرینه او ماشومان له کړاو او زغم سره مخ وي.