تازه خبرونه

د افغانستان له لوري د وسلوالو په یوه بريد کې ۵ پاکستاني پوځيان ووژل شول – پاکستان

Published

on

د پاکستان پوځ ویلي؛ د افغانستان له لوري راغلیو وسلوالو د یکشنبې پر ورځ د شمال لویدیځ اړوند کرمې سیمې په یوه سرحدي پوسته کې لږ تر لږه پېنځه پاکستاني سرتېري وژلي دي.

پوځ دا هم ویلي؛ په زمري میاشت کې د افغانستان اسلامي امارت له واک ته رسیدو راپدیخوا دا دوه یم ورته برید دی، چې د افغانستان له لوري پر پاکستاني پوځ تر سره کیږي.

رویټرز د پاکستاني پوځ د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د دوی په ځوابي ډزو کې اړوند وسلوالو ته هم درنده مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو خپلواک تائید یې سمدستي ناشونی دی، ځکه د افغانستان غرنۍ پولې د خبریالانو او بشري حقونو ټولنو ته خپل محدودیتونه لري.

د پوځ د رسنیو څانګې په ډاګه کړې: د افغانستان له لوري وسلوالو په کرمه کې پر پاکستانيو پوځیانو ډزې کړې دي.

رویټرز راپور ورکړ، چې تحریک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) په کابل کې د تېر حکومت له سقوط وروسته له اسلامي امارت سره خپل بیعت تازه کړی او د دغه برید مسوولیت یې هم پرغاړه اخیستی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي، له خپلو ژمنو سره سم، د طالبانو حکومت ( اسلامي امارت) باید د پولې هاخوا د وسلوالو دا ډول بریدونه ودروي.

افغان حکومت دا ادعاوې ردوي، چې ګواکې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستاني پوځ برید شوی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي رویټرز ته څرګنده کړې: مونږ نورو هېوادونو په ځانګړي توګه خپلو ګاونډیانو ته ډاډ ورکوو، چې هیڅوک اجازه نلري د افغانستان خاوره د کوم ګاونډ هېواد پر ضد  وکاروي.

اسلامي امارت د تېر کال په وروستیو کې د ټي ټي پي او د پاکستان د حکومت ترمنځ په خبرو کې د منځګړیتوب لپاره هڅې وکړې؛ خو په ډسمبر میاشت کې پر ټپه ودریدلې او له هغه وخت راپدیخوا د پولې په اوږدو کې پر پاکستانيو ځواکونو یو لړ بریدونه شوي دي.

Trending

Exit mobile version