تازه خبرونه

د افغانستان له هوايي پوهنتون څخه ۱۰ پیلوټان ​​فارغ شول

له دې پیلوټانو څخه ۶ د سیسنا-۲۰۸ الوتکې د الوتلو مسلکي روزنه ترلاسه کړه او ۴ نورو په هوايي پوهنتون کې د ام – ۱۷ چورلکو د الوتلو درې کلنه روزنه ترلاسه کړې ده.

Published

on

د افغانستان هوايي پوهنتون ۱۰ پیلوټانو د مسلکي، نظري او علمي زده‌کړو له بشپړولو وروسته په فراغت غونډه کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

له دې پیلوټانو څخه ۶ د سیسنا-۲۰۸ الوتکې د الوتلو مسلکي روزنه ترلاسه کړه او ۴ نورو په هوايي پوهنتون کې د ام – ۱۷ چورلکو د الوتلو درې کلنه روزنه ترلاسه کړې ده.

د فراغت په دې مراسمو کې نویو فارغ شویو پیلوټانو ته لارښوونه وشوه، چې خپلې روزنې ته دوام ورکړي او د مسلکي کیدو لپاره خبلې هڅې روانې وساتي.

د هوايي ځواک رییس ارکان نقیب الله مقیم وویل: “د پیلوټۍ مسلک یو پېچلی مسلک دی، چې هوښیارۍ ته اړتیا لري.” د پیلوټانو درسونه او لوست پای نلري. “تاسې باید شپه او ورځ کوښښ وکړئ او خپلې زده‌کړې روانې وساتئ.”

د دفاع وزارت مرستیال باز محمد ویلي: “له مشرانو څخه تر ټیټ پوړو پورې که له خپلې لارې لږ هم منحرف شوو؛ ځان ته به زیان ورسوو. که تاسې په خپلو خبرو او کړنو سره ځان ته زیان ونه‌رسوئ؛ بل څوک تاسې ته زیان نشي رسولی.”

نوي فارغ شوي پیلوټان ​​وايي، چې دوی خپله روزنه په سمه توګه ترلاسه کړې او چمتو دي، چې د افغانستان له خاورې دفاع او خلکو ته خدمت وکړي.

جمعه خان صلاح الدین نومی پیلوټ وايي: “مونږ درې کاله زده‌کړه وکړه؛ په هوايي پوهنتون کې مو نظري درسونه بشپړ کړل. وروسته د هوايي ځواک ډګر ته لاړو  او هلته مو روزنیزې الوتنې ترسره کړې.”

د هاوايي پوهنتون د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت له بیا واک ته رسیدو وروسته پوهنتون ۸۴ روزنیز کورسونه ترسره کړي دي، چې په کې  ۱۱۸۲ کسان له بېلابېلو څانګو فارغ شوي دي.

Trending

Exit mobile version