تازه خبرونه
د افغانستان لومړنی ستورمزلی عبدالاحد مومند د کابل په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو
د مومند د جنازې لمونځ د هغه د کورنۍ د غړو، د هېواد د یو شمېر اوسېدونکو او د اسلامي امارت د چارواکو په ګډون په عیدګاه جومات کې ادا شو؛ وروسته یې مړی پر رسمي مراسمو د مرنجان غونډۍ ته ولېږدول شو او هلته خاورو ته وسپارل شو.
د افغانستان د لومړني ستورمزلي عبدالاحد مومند مړی، چې له جرمني څخه هېواد ته لېږدول شوی و؛ د دوشنبې پر ورځ په کابل کې پر ځانګړو رسمي مراسمو خاورو ته وسپارل شو.
د مومند د جنازې لمونځ د هغه د کورنۍ د غړو، د هېواد د یو شمېر اوسېدونکو او د اسلامي امارت د چارواکو په ګډون په عیدګاه جومات کې ادا شو؛ وروسته یې مړی پر رسمي مراسمو د مرنجان غونډۍ ته ولېږدول شو او هلته خاورو ته وسپارل شو.
د اسلامي امارت چارواکو په دې مراسمو کې عبدالاحد مومند د هېواد له مخکښو علمي څېرو څخه وباله او ټینګار یې وکړ، چې ځوان نسل باید له ده ته ورته شخصیتونو الهام واخلي.
عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸زېږدیز کال کې لومړنی افغان و، چې فضا ته یې سفر وکړ.
نوموړي په ۲۹ کلنۍ کې د پخواني شوروي اتحاد په فضايي ماموریت کې د «میر» فضايي تمځي ته سفر وکړ او نهه ورځې یې په فضا کې تېرې کړې. دا هغه تاریخي بریا وه، چې د مومند نوم یې د افغانستان په تاریخ کې تلپاتې کړ.
مومند د روان کال د غبرګولي پر دېرشمه د سرطان له ناروغۍ سره له اوږدې مبارزې وروسته د ۶۷ کلونو پر عمر د جرمني په یوه روغتون کې مړ شو. سره له دې، چې نوموړي افغانستان د ستورمزلۍ ډګر ته ورپېژاند؛ خو د هېواد فضايي فعالیتونه په وروستیو لسیزو کې درېدلي او د افغانستان فضايي انسټېټیوټ اوس هم غیرفعال دی.