تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د امریکا استازی له حنا کهر سره لیدلي دي

Published

on

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست د چارشنبې پر ورځ په بهرنیو اړیکو کې د دولت له وزیرې حنا رباني کهر سره کتلي او پر دوه اړخیزو ګټو سربېره یې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، پاکستانیو چارواکو د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي تامس ویست سره په لیدنه کې د افغانستان پر اقتصادي پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار احمد د چارشنبې پر ورځ ناوخته د اکتوبر پر پېنځمه د (تلې ۱۳) تویت کړی، چې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي تامس ویست په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر سره کتلي دي.

دواړو لوریو د یوه سوله ییز، سوکاله او باثباته افغانستان لپاره پخپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دواړو لورو یو ځل بیا پر یو سوله ییز، پر ځان بسیا او باثباته افغانستان باندې ټینګار کړی او هم یې د دغه هیواد اقتصادي پیاوړتیا یوه اړتیا بللې ده.

دوی د افغانستان د اقتصاد د ودې او سوکالۍ پر اړتیا ټینګار څرګند کړی دی.

له توماس ویست سره په پاکستان کې د امریکا سفیر دونالد بلوم هم ملګری و.

دغه راز په پاکستان کې د چين سفير نينګ رونګ هم د چارشنبې پر ورځ په اسلام آباد کې د بهرنيو چارو له وزيرې حنا رباني کهر سره ليدلي دي.

دواړو لوریو د دوه اړخيزو همکاريو پر بېلابېلو اړخونو او د ګډو ګټو پر نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو خبرې کړې دي.

دوی دغه راز پاکستان ته د چین د سېلابونو د مرستو په اړه هم خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې پر ورځ د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه له دندې څخه له متقاعد کېدو مخکې امريکا ته رسېدلی، چې تر دې دمه يې د دفاع وزير لويد آستن، د ملي امنيت سلاکار جيک سليوان، د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن، د ملي استخباراتو له رييس ارویل هينس او د سي آی اې له مشر ويليم برنز سره ليدلي دي.

Trending

Exit mobile version