پرمختګ او بشپړتیا
د افغانستان مسئلې ته اروپايي ټولنه كاري لومړيتوب بخښي
د اروپايي ټولنې د امنيت او همكارۍ سازمان وايي، چې:
د افغانستان مسئله يې د كار په لومړيتوب كې راغلې ده.
ليتونيا، چې د دغه سازمان گرځنده رياست په غاړه لري؛ وايي، چې:
په افغانستان كې د ثبات د ټينگښت لپاره بايد نړيوالې هڅې همغږې شي.
دا په داسې حال كې ده، چې فرانسې ويلي:
له افغانستان څخه يې خپل دوه سوه سرتېري ايستلي دي.
د اروپايي ټولنې د امنيت او همكارۍ سازمان رييس پاولاوسكاس وايي، چې:
په بروكسل كې يې د ناټو غونډې ته څرگنده كړې، چې د افغانستان د امنيت مسئله د منځنۍ آسيا او په ټوليزه توگه د اروپايي هېوادونو لپاره اغېزمنه ده.
د دغه سازمان مسوولينو زياته كړې، چې له ناټو، ملگرو ملتونو او اروپايي ټولنې سره په گډه به په افغانستان كې د ثبات د ټينگښت لپاره هڅې همغږې كړي.
د نوموړي سازمان رييس ويلي، چې د افغانستان مسئله يې د كار په لومړيتوبونو كې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې د چارشنبې په ورځ( د تلې په ۲۷ ) دوه سوه فرانسوي سرتېرو افغانستان پرېښود او فرانسې ته ستانه شول.