تازه خبرونه
د افغانستان وضعیت د مهاجرت نوی ناورین رامنځته کولی شي – پولنډ

د پولنډ لومړی وزیر ماټیو موراویسکي نن استونیا او لیتوانیا ته ولاړ، چې له خپلو سیالانو سره د سرحدي کړکېچ په اړه خبرې وکړي.
لومړي وزیر موراویسکي په لیتوانیا کې ویلي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د مهاجرت یو نوي کړکیچ رامنځته کولی شي.
هغه ویلي: زه فکر کوم هغه ناڅاپه پیښې، چې زمونږ تر سترګو تېریږي؛ شونې ده، چې د نورو بدو پېښو لامل شي.
پولنډ او لیټویا په دې اړه له اروپايي ټولنې او ناټو څخه د مرستې غوښتنه کړې.
د لیټوانیا لومړۍ وزیرې انګریډا سیمونایټ خبریالانو ته ویلي؛ دا زمونږ لپاره خورا مهمه ده، چې له بېلاروس، لیتوانیا، پولنډ او لیټویا سره همغږي شو او داسې پرېکړه وشي، چې په بنسټیز ډول د کډوالۍ روان وضعیت د ځان پر ګټه راوڅرخوو.
په زرګونه مهاجر د بېلاروس او پولنډ له پولو څخه اروپا ته د ننوتلو لپاره ورغلي دي.
پولنډ پر بېلاروس نیوکه کوي، چې په لوی لاس غواړي کډوال د پولنډ پولې ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
د عرفې او اختر په ورځو کې د ټرافیکي پېښو له کبله ۲۰۱ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د دې ریاست د رسنیزې خبرپاڼې له مخې، په دې پېښو کې د ۳۱ نرینهوو، ۲ ښځو او ۱۰ ماشومانو په ګډون ۴۳ کسان مړه شوي او د ۱۲۳ نرینهوو، ۱۱ ښځو او ۲۴ ماشومانو په ګډون ۱۵۸ نور ټپیان دي.

د افغانستان د ټرافیکو عمومي ریاست څرګنده کړې، چې له جمعې څخه تر سېشنبې پورې (د عرفې او لوی اختر رخصتۍ ) په ټول هېواد کې ۱۱۷ ټرافیکي پېښې ثبت شوې دي.
د دې ریاست د رسنیزې خبرپاڼې له مخې، په دې پېښو کې د ۳۱ نرینهوو، ۲ ښځو او ۱۰ ماشومانو په ګډون ۴۳ کسان مړه شوي او د ۱۲۳ نرینهوو، ۱۱ ښځو او ۲۴ ماشومانو په ګډون ۱۵۸ نور ټپیان دي.
د ټرافیکو عمومي ریاست دا پېښې بې پروا موټر چلوونکو ته منسوب کړې او له خلکو یې وغوښتل، چې د ټرافیکو قوانین او مقررات مراعات کړي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت په هند کې د مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو له کبله خواشیني څرګنده کړه
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي: “د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د هند د مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو له کبله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو او هند حکومت سره خپله خواخوږي او خواشیني څرګندوي.”

د افغانستان اسلامي امارت د هند د یوې مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو له کبله، چې په کې ګڼ شمېر کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ؛ د هند له حکومت او خلکو سره خبله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي: “د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د هند د مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو له کبله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو او هند حکومت سره خپله خواخوږي او خواشیني څرګندوي.”
ویل کېږي، چې د ایر انډیا الوتکې ۲۴۲ مسافر لرل او د احمدآباد له هوايي ډګر څخه له الوتنې لږ وروسته راوغورځېده. په دې پېښه کې له ۲۹۰ څخه زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تازه خبرونه
له افغانستان څخه د حقآبې یوه برخه هېواد ته د لېږدېدا په حال کې ده – ایران
ایراني رسنیو د چارشنبې په ورځ (د غبرګولي یوویشتمه) راپور ورکړ، چې میرمن مهاجراني د دولت پلاوي په څنډه کې ویلي، چې هېواد ته د حقآبې یوه برخه د افغانستان له هیرمند سیند څخه د لېږدېدا په حال کې ده او د بهېدا د روان ساتلو لپاره هم هڅې روانې دي.

د ایران حکومت ویانده فاطمه مهاجراني ويلي، چې د افغانستان له هیرمند سیند څخه هېواد ته د حقآبې یوه برخه د لېږدېدا په حال کې ده.
ایراني رسنیو د چارشنبې په ورځ (د غبرګولي یوویشتمه) راپور ورکړ، چې میرمن مهاجراني د دولت پلاوي په څنډه کې ویلي، چې هېواد ته د حقآبې یوه برخه د افغانستان له هیرمند سیند څخه د لېږدېدا په حال کې ده او د بهېدا د روان ساتلو لپاره هم هڅې روانې دي.
مهاجراني ویلي، چې د هیرمند د حقآبې مسله یوه پخوانۍ مسله ده او هېواد یې د حل لپاره ډیپلوماټیکه لار کاروي.
د دې مسلې چاپېریالي اغېزو ته په نغوته(اشاره) کې ټینګار شوی، چې: “مونږ هیله لرو، چې د زیاتې همکارۍ او پرلهپسې هڅې د چاپېریال اړوند اندېښنې هم په لنډ او ممکنه وخت کې حل شي.”
په هر حال اسلامي امارت د ایراني چارواکو د دغو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.
څه وخت مخکې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په “تهران خبرو فورم” کې د وینا پر مهال ویلي وه، چې د هیرمند حقآبه د اسلامي امارت “اسلامي او دیني مسوولیت” دی او کله، چې وچکالي نه وي؛ څه اوبه، چې وي د ایران لوري ته به بهیږي.
امیر خان متقي ویلي؛ هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي، چې اوبه ضایع نشي او ایران ته پوره ورسیږي.
د یادونې ده، چې ایران تل له اسلامي امارت څخه غوښتي؛ د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د هیرمند د اوبو تړون مکلفیتونه په پام کې ونیسي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
پاکستان د ۲۰۲۵-۲۶ کال په بودجه کې دفاعي لګښتونه زیات کړل
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ایران د غزې د یرغمل نیوونکو په خبرو اترو کې ښکېل دی – ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days ago
۳۰زره افغان حاجیانو د حج مناسک بریالي بشپړ کړل
-
لوبی5 days ago
په افغانستان فوټسال غوره لیګ کې پیروزي پنجشېر او نورزاد لوبدلو په اوومه او اتمه لوبه کې بریا ترلاسه کړه
-
تازه خبرونه3 days ago
ازبکستان له افغان حکومت سره پر تعامل ټینګار څرګند کړ
-
لوبی3 days ago
په افغانستان فوټسال لیګ کې صداقت ۱۰ او آریا فورج ۴ ګولونه ووهل
-
لوبی2 days ago
په افغانستان فوټسال غوره لیګ کې پیروزي پنجشېر او اتحاد لوبدلو لوبې وګتلې
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلام له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د نړۍ چټک وده کوونکی دین و- څېړنه