تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور له رښتاوو لرې دی – اسلامي امارت

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د روان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې راپور له تعصبه ډک او له رښتیاوو لرې یاد کړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو څارونکې ډلې په خپل وروستي راپور کې په ډاګه کړې، چې د اسلامي امارت اړیکې له ترهګرو ډلو لکه القاعدې او تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره ځواکمنې او سمبولیکې پاتې دي.

په دې راپور کې راغلي؛ یو لړ ترهګرې ډلې د طالبانو ( اسلامي امارت) د چارواکو تر چتر لاندې پراخه آزادي لري. هغوی له دې څخه ښه ګټه پورته کوي، چې د ترهګرۍ ګواښ په افغانستان او سیمه کې مخ پر ډېرېدو دی.

د دغو څرګندونو په غبرګون کې اسلامي امارت د یکشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو دوام او دا ډول راپورونه له تعصبه ډک او د خپلواکۍ او عدم مداخلې له اصولو سره په ټکر کې بولي او غوښتنه کوي، چې باید د پای ټکی ورته کېښودل شي.

دوی دا هم په ډاګه کړې؛ اسلامي امارت په یاد راپور کې منعکس شوي بې اساسه تورونه، چې د افغان حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات موجود دي، افغانستان د ترهګرو پر امن‌ځای بدل شوی، د مخدره توکو قاچاق د اسلامي امارت د چارواکو لخوا کیږي، د صلاحیتونو انحصار او په حکومت کی د ټولو قومونو نه‌شتون او نور …. بې بنیاده او د افغانستان له خپلواک ولس او نظام سره ښکاره دښمني او د تېرو شل کلونو بي بنسټه تبلیغاتو بې ګټې او مغرضانه تکرار بولي.

دغه راز په دې خبرپاڼه کې راغلي: د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ د اختلاف د شتون افواه په ځانګړې توګه د تېرو شل کلونو د پروپاګند دوام بولي او په دې اړه څرګندوي؛ مونږ د دغه راپور ارزونه، چې اسلامي امارت د ګاونډ او سیمې هېوادونو له مخالفانو سره مرسته کوي یا د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو خلاف استعمالوي، پر کلکه ردوو.

د اسلامي امارت د ټینګار له مخې؛ د نشه‌يي توکو کښت، تولید او قاچاق په بېساري ډول راکښته شوی او د نړیوالو رسنیو وروستي راپورونه د دې ښکاره ثبوت دی.

اسلامي امارت په ډاګه کړې، چې د امنیت شوری دا ډول یو اړخیز او غیرموثق راپورونو نشر نه یوازې دا، چې د افغانستان او نړیوالې سولې او امنیت سره مرسته نه‌کوي؛ بلکې د خلکو اندېښنو د زیاتېدو سبب هم ګرځي او د ملګرو ملتونو پر خپلواکۍ او بې‌پريتوب شکونه نور هم زياتوي او اعتبار ته يې زیان رسوي.

دغه راز ویل شوي، چې د اسلامي امارت ټولې پرېکړې د اسلامي شریعت د لارښوونو، دوه اړخيزو او څو اړخيزو تعهداتو او ملي ګټو په رڼا کې ترسره کیږي او چمتو دی، چې له نړیوالي ټولنې سره ګډو اندېښنو ته د لاسرسي لپاره تعامل روان وساتي.

Trending

Exit mobile version