تازه خبرونه
د افغانستان په ختیځ کې د اورښتونو او توپانونو له کبله نږدې ۳۰۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي د وژل شويو کسانو شمېر تائيدوي او وايي، چې د پېښې ټپيان د ننګرهار عامه او تدریسي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلالآباد ښار او شاوخوا ولسوالیو کې د دوشنبې پر ورځ د سختو بارانونو او ورښتونو له کبله لږ تر لږه ۳۵ کسان مړه شوي او له ۲۳۰ ډېر نور ټپیان دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي د وژل شويو کسانو شمېر تائيدوي او وايي، چې د پېښې ټپيان د ننګرهار عامه او تدریسي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
لومړني راپورونه ښيي، چې لږ تر لږه ۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي او ځايي اوسېدونکیو او سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
چارواکو ویلي، چې کیدای شي د ځانمي او مالي زیانونو شمېر نور هم زیات شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د مړو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او وایي، چې بېلابېلو ادارو ته یې د زیانونو د ارزونې، ټپیانو ته د درملنې او زیانمنو کورنیو ته د سرپناه او خوراکي توکو د برابرولو سپارښتنه کړې ده.
مجاهد وايي، امنيتي ځواکونه هم د مرستې لپاره لېږل شوي دي.