تازه خبرونه
د افغانستان په ځینو لرې پرتو سیمو کې ژوند «ستونزمن» شوی – ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، نږدې ۲۲ میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړ دي؛ خو د ۲۰۲۶ز. کال لپاره له ۱.۷ میلیارډ ډالرو د اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۴ سلنه تر اوسه برابر شوې ده.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د بشري ناورین له ژورېدو سره د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ژوند ورځ تر بلې سخت شوی او په ځینو سیمو کې ان «ستونزمن» شوی دی. د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ وچکالي، د خوړو ناامني او د بشري مرستو د بودجې سخت کمښت میلیونونه کسان له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، نږدې ۲۲ میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړ دي؛ خو د ۲۰۲۶ز. کال لپاره له ۱.۷ میلیارډ ډالرو د اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۴ سلنه تر اوسه برابر شوې ده.
د اوچا د څرګندونو له مخې؛ اوږدمهاله وچکالۍ او د اوبو کمښت د هېواد په ګڼو کلیوالو سیمو کې ژوند ګډوډ کړی او ډېرې کورنۍ یې اړ کړي، چې خپل کورونه او کرنیزې ځمکې پرېږدي.
د اوچا یوې مسوولې اولګا چروکو ویلي، د بامیان په یوه کلي کې نږدې نیمايي اوسېدونکو سیمه پرېښې؛ ځکه نور د ځمکو د خړوبولو لپاره اوبه نشته او کرنیز حاصلات وچ شوي دي.
هغې د هغو کورنیو یادونه هم کړې، چې د ژوندي پاتې کېدا لپاره له ډېرو کمو امکاناتو سره شپې او ورځې سبا کوي.
نوموړې زیاته کړې، ځینې کورنۍ د سختې بېوزلۍ له کبله اړ شوي، چې پر ډېر ساده او ناکافي خوراک ژوند وکړي.
ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي. مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د خوارځواکۍ ډېرې پېښې ناوخته تشخیصېږي او یو شمېر ماشومان له روغتیايي خدمتونو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
اوچا ویلي: سره له دې، چې بودجه کمه ده؛ مرستندویه ادارو خپلې هڅې روانې ساتي.
د روان کال د جنورۍ او اپریل ترمنځ شاوخوا ۵.۹ میلیون کسانو لږ تر لږه یو ډول بشري مرسته ترلاسه کړې، چې ۳.۵ میلیون کسانو ته یې خوراکي مرستې رسېدلې دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که نړیوالې مرستې زیاتې نهشي؛ نو په راتلونکو میاشتو کې به میلیونونه افغانان له لوږې، بېوزلۍ او بېځایه کېدو له زیات خطر سره مخ شي.