لوبی

د افغانستان کرکت بورد، د لوبغاړیو د وړتیاوو لوړولو لپاره نوي روزونکي ګومارلي

Published

on

هندي مندیب سینګهـ او راجیش چوهان هر یو په ترتیب سره د فزیوتراپست او ځواک روزونکي په توګه ګمارل شوي.

مندیپ سینګهـ د ماسترۍ سند لرونکی دی او له ۱۳ کلونو ډېره کاري تجربه لري.

نومړی په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې هغه د فزیوتراپي په کلینیکونو کې د فزیوتراپیست په توګه کار کړی او په ۲۰۱۴ کال کې یې د جمو او کشمیر د کرکت لوبډلې لپاره فزیوتراپیست و او له لوبغاړیو سره یې د فزیکي ستونزو په تشخیص او د درملنې پرستونزو او د پروګرامونو په پراختیا کې مرسته کوله.

دغه راز راجیش چوهان له آیرلیند څخه په فزیکي زده‌کړو کې لیسانس لري او له بېلابېلو پېژندل شویو ټولنو څخه د آسترالیا د فزیک او ځواک ټولنې (ASCA) په ګډون د لومړي او دوه‌یم نمبر جوازونه او تصدیقونه لري.

سربېره پردې هغه اوس‌مهال په مالیزیا کې د ۲۰۲۱ کال له جون څخه تر اوسه پورې د فزیکي ځواک روزونکي په توګه دنده ترسره کوي او د سینګاپور کرکت ټولنې، کیرالا کرکت ټولنې، له دولیپ کپ، راجستان رائل، نیپال کرکټ ټولنه او د زیمبابوې کرکت ټولنه او د هند بلیو لوبډلې سره د فزیکي ځواک روزونکي په توګه د کار کولو تجربه لري.

د افغانستان کرکت بورد ویلي، چې له دې پرېکړې سره به هېڅ لوبغاړی نور د درد و ټپ د درملنې لپاره بهر ته ونه لېږدول شي او په لګښت کې به هم د پام وړ سپما رامنځته شي.

Trending

Exit mobile version