لوبی
د افغانستان کرکت لوبډله به په روانه میاشت کې د پاکستان د لوبډلې کوربه وي
د افغانستان کرکت ملي لوبډله به د روان کال د اګست پر ۲۲، ۲۴ او ۲۶ د پاکستان له لوبډلې سره درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې وکړي او د افغانستان کرکت بورد به د دغو سیالیو کوربه وي.
د افغانستان کرکت بورد په اعلامیه کې راغلي، چې دغه سیالۍ به د سریلانکا په دوه کرکت لوبغالیو کې ترسره شي. د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ دوه سیالۍ به همبانتوتا او وروستۍ هغه به په كولمبو كركت لوبغالیو كې ترسره شي.
دا په زړه پورې لوبه په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې ټاکل شوې د آسیایي ملتونو جام په سپتمبر میاشت کې او نړیوال جام د روان کال په اکتوبر او نومبر کې ترسره شي.
د افغانستان کرکت بورد عمومي رییس میرویس اشرف د دغو سیالیو په اړه وايي: افغان اتلان د پاکستان پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی لري او د دغه هېواد ملي لوبډله په یوه لوبه کې بنګله دېش ته له ماتې ورکولو وروسته په ښه حالت کې ده. دغه راز د آسيایي ملتونو جام او نړيوال جام له پيل مخکې د هېواد کرکت ملي لوبډله يوازنۍ لوبډله ده، چې په آسيايي شرايطو کې يې زياتې سيالۍ ترسره کړي؛ لومړى د سريلانکا پر وړاندې په سریلانکا کې، بيا د بنګله دېش پر وړاندې په بنګله دېش کې او اوس به په سریلانکا کې د پاکستان پر وړاندې لوبه وکړي. هیله من یم، چې یادې سیالۍ به د راتلونکیو سترو سیالیو لپاره د هېواد د ملي لوبډلې په چمتووالي کې ارزښتمن رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د هېواد ملي لوبډلې وکولی شول د لومړي ځل لپاره د نړیوالو شل آوریزو سیالیو په لړ کې د پاکستان ملي لوبډلې ته دوه د یو پر وړاندې ماته ورکړي.