لوبی

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې بنګله دیش ته د ۱۴۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۸, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د شنبې پر ورځ بنګله دېش ته د ۱۴۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ یې وګټله.

په دې لوبه کې رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د یو بل پر ملګرتیا ۲۵۶ منډې جوړې کړې، چې دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د افغانستان لوبډلې لپاره یو ریکارد دی.

افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړیو له سوځېدو سره ۳۳۱ منډې جوړې کړې.

بنګله دیش په ځواب کې ۱۸۹ منډې وکړې او ټاکل شوي هدف ته په رسیدو کې پاتې راغلل.

مشفق الرحیم ۶۹ منډې وکړې، چې د بنګله دیش له لوري تر ټولو ډېرې منډې وې.

د افغانستان له لوري فضل الحق فاروقي او مجیب الرحمن درې درې لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان روزونکي جوناتان تروت خبریالانو ته ویلي: ښکاره ده، چې زه د دوی له لوبېدو ډېر خوښ یم.

هغه زیاته کړې: ټاکل شوې وه، چې مونږ لومړی توپوهنه وکړو، هوا ته پر پاملرنې … د دوی د لوبې بڼه عادي وه.

دې بریا په تېرو اووه کلونو کې افغانستان دوه‌یمه لوبډله کړه، چې کوبه بنګله دیش ته یې د شل اووریزو نړیوالو سیالیو په لړۍ کې ماتې ورکړه.

ګربز په یو ورځنیو لوبو کې خپله څلورمه سلیزه ووهله. نوموړي په ۱۲۵ توپونو ۱۴۵ منډې کړي، چې ۱۳ څلوریزې او ۸ شپږیزې هم په کې دي.

ابراهیم ځدراڼ پر ۱۱۹ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې.

دا د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان دوه‌یمه پرله‌پسې بریا وه.

د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه به د روانې اوونۍ د سې شنبې پر ورځ ترسره شي.

Trending

Exit mobile version