لوبی
د افغانستان کرکټ لوبډله به په درې اړخیز لوبلړ کې له پاکستان او سریلانکا سره ولوبیږي
دغه سیالۍ به د لړم له شپږویشتمې د لیندۍ تر اتمې / د نومبر له اووهلسمې تر نههویشتمې پورې د پاکستان په راولپنډۍ او لاهور کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د هېواد ملي لوبډله به د نومبر په میاشت کې د شل اوریزو لوبو په درې اړخیز لوبلړ کې له پاکستان او سریلانکا سره مخ شي.
دغه سیالۍ به د لړم له شپږویشتمې د لیندۍ تر اتمې / د نومبر له اووهلسمې تر نههویشتمې پورې د پاکستان په راولپنډۍ او لاهور کې ترسره شي.
دا سیالۍ به د لوبو شپږ ګروپي پړاوونه ولري، چې هره لوبډله به دوه ځله له نورو لوبډلو سره لوبه وکړي. په ټولیزه توګه اووه لوبې به ترسره شي، چې دوه غوره لوبډلې به د لیندۍ پر اتمه / د نومبر پر نههویشتمه په لاهور کې پلایلوبې ته ورسیږي.
افغانستان به د لړم پر شپږویشتمه / د نومبر پر اووهلسمه په راولپنډۍ کې د پاکستان پر وړاندې خپلې هڅې پیل کړي.
په پیل کې افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا د سیالیو د مهالوېش د یوې برخې په توګه د پاکستان پر وړاندې د درې لوبو لوبلړ ترسره کولو لپاره ټاکل شوی و. په دې توګه د سیالۍ د زیاتوالي او له ۲۰ اوریز نړیوال جام څخه مخکې د ښه چمتووالي چمتو کولو لپاره دا لړۍ د سریلانکا په ګډون د درې هېوادونو ګډون ته غځول شوې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان ویلي: “دا یو هڅونکی پرمختګ دی؛ ځکه، چې د افغانستان ملي لوبډله په منظم ډول د غوره لوبډلو پر وړاندې سیالي کوي. دا د راتلونکي کال د ۲۰ اوریز نړیوال جام لپاره د درې ګډون کوونکو لوبډلو لپاره ترسره کیږي. زه هیله من یم، چې افغانستان به په دې سیالیو کې غوره هڅې وکړي او مینهوال ته به مو دا لړۍ د خوښیو سرچینه شي.”
هغه همدارنګه ټینګار کړی، چې درې اړخیز لوبلړ د قوي همکارۍ او سټراټیژیکو ملګرتیاوو پایله ده. افغانستان اوسمهال په یو بل درې اړخیز لوبلړ کې برخه لري، چې د پاکستان او کوربه متحده عربي اماراتو سره د آسیا جام لپاره د چمتووالي یوه برخه ده.
دغه راز په راتلونکي کې افغانستان د اوکټوبر په میاشت کې د بنګله دیش کوربتوب هم کوي او د یوې لړۍ لپاره، چې درې ۲۰اوریزې لوبې او درې ۵۰ اوریزې لوبې به په کې وي.