لوبی
د افغانستان کرکټ لوبډلې د ۲۰۲۳ کال نړیوالو سیالیو ته لار پیدا کړه
افغانستان کرکټ لوبډلې د سې شنبې پر ورځ د زمبابوې پر وړاندې د شل آوریزو لوبو لړۍ وګټله او د ۲۰۲۳ زېږدیز کال نړیوالو سیالیو ته یې لار پیدا کړه.
په دې لوبه کې محمد نبي تر ټولو زیاتې ۳۱ منډې جوړې کړې، افسر ځاځي ۲۴ او احسان الله جنت په ترتیب سره ۲۰ منډې جوړې کړې او زمبابوی ته یې د ۱۲۶ منډو موخه وټاکله؛ خو زمبابوې لوبډله موخې ته ونه رسیده او ټول لوبغاړي یې د ۹۰ منډو له کولو وروسته له لاسه ورکړل.
نور احمد په څلور آورونو کې د زمبابوې څلور لوبغاړي له ډګره وویستل او یوازې لس منډې یې ورکړې. شرف الدین اشرف هم ښه توپ اچونه وکړه. هغه په څلور آورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او د مقابل لوري دوه لوبغاړي یې وسوځول.
د افغانستان له زمبابوې سره لومړۍ او دوه یمه شل آوریزه سیالي هم ګټلې وه.
افغانستان زمبابوې ته په یو ورځنۍ سیالیو کې هم درې د صفر په وړاندې ماته ورکړې وه او د کرکټ ۲۰۲۳ کال جام ته د رسیدو لپاره یې دئرش ارزښتناک پواینټونه ترلاسه کړي وه.
افغانستان دا وخت د دیارلس لوبډلو په درجه بندۍ کې د ۱۰۰ نمرو له لرلو سره، په دوه یم مقام کې دی.
له دې بریا سره افغانستان زمبابوې ته د شل آوریزو لوبو لړۍ کې ۳ د صفر پر وړاندې په بشپړ ډول سپینه ماته ورکړه.