لوبی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ سره د بریالي پیل په لټه کې ده

دغه سیالۍ د ۲۰۲۷ز.کال نړیوال جام لپاره د دواړو لوبډلو د چمتووالي یوه برخه ده. افغانستان د تکړه لوبډلې په توګه دې لوبې ته داخلېږي او هڅه به وکړي، چې په ۵۰ آوریزو سیالیو کې پر ایرلینډ خپله برلاسي روانه وساتي.

Published

on

 
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د شمالي ایرلینډ په بریډې کرکټ لوبغالي کې له ایرلنډ سره د پېنځه یو ورځنۍ سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه ترسره کوي.
دغه سیالۍ د ۲۰۲۷ز.کال نړیوال جام لپاره د دواړو لوبډلو د چمتووالي یوه برخه ده. افغانستان د تکړه لوبډلې په توګه دې لوبې ته داخلېږي او هڅه به وکړي، چې په ۵۰ آوریزو سیالیو کې پر ایرلینډ خپله برلاسي روانه وساتي.
د افغانستان لوبډله د رحمت شاه پر لوبډلمشرۍ او له یوې تجربه‌کارې لوبډلې سره سیالۍ ته وردانګي.
دغه راز د ایرلینډ لوبډله، چې په خپل کور کې لوبه کوي؛ هیله لري له خپلو آشنا شرایطو څخه پر ګټنې د سیالیو په دې لړۍ کې پیاوړی پیل وکړي.
دغه لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ پیلېږي. اټکل شوی، چې اسمان به ورېځمن وي او د لږ باران امکان هم شته.
که باران وشي؛ تمه ده، چې ځنډېدا به لنډه وي.
همداراز اټکل کېږي، چې د لوبې په پیل کې د لوبغالي شرایط د چټکو توپ‌اچوونکو پر ګټه وي؛ خو د وخت پر تېرېدو به د توپ‌وهنې لپاره مناسب شي.
دواړه لوبډلې به د لومړۍ بریا او په دې لړۍ کې د برلاسۍ لپاره هڅه وکړي.
د وروستیو لوبو د پایلو، د دواړو لوبډلو د جوړښت او وروستیو کړنو له مخې افغانستان د لومړۍ لوبې د ګټلو لپاره ډېر چانس لري. اټکل کېږي، چې د افغانستان د بریا چانس شاوخوا ۶۵ سلنه او د ایرلینډ د حیرانوونکې بریا چانس شاوخوا ۳۵ سلنه وي.
د دغو سیالیو لړۍ به د اګست له پېنځمې څخه تر پېنځلسمې پورې روانه وي او لوبې به د بریډي کرکټ کلب او د بلفاسټ ښار د سټورمونټ په لوبغالو کې ترسره شي.
آریانا ټلوېزیون به دغه سیالۍ په ټول افغانستان کې پر ژوندۍ بڼه خپروي.

Trending

Exit mobile version