سوداگري
د افغانستان ګمرکونو د تېر پر پرتله بې ساري عوايد راټول کړي
ماليې وزارت د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د روان مالي کال په لومړيو ۱۱ مياشتو کي د هېواد له ګمرکونو څخه ۱۰۰ ميليارد افغانۍ عوايد راټول شوي دي.
مالیې وزارت په ډاګه کړې، چې له دې مخکي د هېواد د ګمرکونو کلنی عوايد له ۷۲ ميليارد افغانيو لوړ شوي نه ول.
دغه وزارت زیاته کړې: سره له دې، چې په لومړنیو خوراکي توکو ګمرکي تعرفه ۶۸ سلنې ته راټیټه شوې؛ خو د مالي کال له پای ته رسېدو مخکې د ګمرکونو عواید ۱۰۰ میلیارد افغانیو ته رسېدلي دي.
د مالیې وزارت دا ډاډ هم څرګند کړی، چې د ګمرکونو په عوایدو کې بې ساری زیاتوالی ښيي، چې په دې وزارت کې مسلکي او ژمن کسان ګمارل شوي، فساد له منځه تللی او د ګمرکونو په چارو کې بشپړ شفافیت رامنځته شوی دی.
مالیې وزارت د ۱۴۰۱ ل.ل مالي کال ټوله بودجه ۲۳۱ میلیارد افغانۍ ټاکلې وه، چې له ۲۰۳ میلیارد افغانۍ یې عادي او ۲۷.۹ میلیارد یې پراختیايي هغه ده.