تازه خبرونه
د افغانستان ګوښهکېدا د حل لاره نهده – قطر
د قطر د لومړي وزیر د مرستیال سلاکار ماجد الانصاري ويلي، د افغانستان ګوښهکېدا او انزوا د حل لاره نهده؛ نړۍ باید د افغانستان له اسلامي امارت سره ښکېلتیا او تعامل ولري.
انصاري له المانیتور سره په مرکه کې ویلي، چې د پخواني حکومت له ړنګېدا او د اسلامي امارت له رامنځته کېدا راپدیخوا؛ قطر نړۍ ته د یوه منځګړي په توګه څرګنده کړې، چې د افغانستان ګوښه کېدا او انزوا د حل لاره نهده او د پرمختګ یوازنۍ لار ښکېلتیا ده.
نوموړی ویلي: په افغانستان کې د حکومت له ړنګېدا او هلته د طالبانو د چارسمبالي حکومت ( اسلامي امارت) له جوړېدا راپدیخوا زمونږ اصلي اندېښنه دا وه، چې نورې نړۍ ته ووایو؛ مونږ د طالبانو ( اسلامي امارت) د منزوي کولو او د دوی پر ضد مو د جګړې هڅه کړې ده.
د انصاري د څرګندونو له مخې؛ دې [هیڅ] نهدی بدل کړي، په افغانستان کې یې د ښځو وضعیت ښه کړی نهدی، په افغانستان کې یې د رادیکالۍ وضعیت ښه کړی نهدی. د پرمختګ یوازنۍ لار ښکېلتیا ده.
هغه زیاته کړې؛ افغانستان د دې لپاره قطر ته اړین دی، چې دوحه د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب کوي.
نوموړي دا هم څرګنده کړې؛ مونږ پوره پوهیږو، چې د افغانستان وضعیت نن د نړیوالې ټولنې لپاره تعامل او ښکېلتیا ته داسې آسانه نهدی، چې له اوسني حکومت سره تعامل ولري؛ خو بشپړه ګوښه کېدا هم د حل لاره نهده. دې کار ورنهکړـ کار به هم ورنهکړی او حکومت به تر فشار لاندې ونیسي. ګټه به نورو هغو دولتونو ته ورسیږي، چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو له بشري حقونو سره ډېره لیوالتيا نهلري. له همدې کبله، مونږ د منځګړي په توګه خپل دریځ ساتلی دی.
نوموړي دا هم ویلي، چې ډېر هېوادونه غواړي له اسلامي امارت سره اړیکي ولري؛ خو د سیاسي دلایلو له کبله نهغواړي، چې اړیکه ونیسي.
د اسلامي امارت چارواکو هم پر ځلونو له قطره مننه کړې، چې له نورو هېوادونو سره د خبرو اترو د بندو دروازو د پرانستلو لپاره منځګړیتوب کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: امریکا ځینو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي، چې په دې اړه راوړاندې شي؛ ځکه، چې د امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ سیاسي ګټې شته او نه غواړي ځانونه په دیپلوماتیکه توګه ښکېل او له ستونزو سره مخ شي. همدا لامل دی؛ که نه، نو د افغانستان اسلامي امارت ټول هغه شرطونه پوره کړي، چې پر رسميت وپېژندل شي.
ویل کیږي، چې اوسمهال په افغانستان کې د قطر په ګډون د سیمې د څه باندې ۱۴ هېوادونو دیپلوماټیک ماموریتونه شته او اسلامي امارت په دغو هېوادونو کې متقابل سفارتي حضور لري.