لوبی

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله له بنګله‌دېش او عمان سره یو ورځنۍ لوبې کوي

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، د هېواد د ۱۹ کلنو لوبډله به د اوکټوبر له دیارلسمې څخه تر درویشتمې له بنګله‌دېش سره په پېنځو لوبو کې مخامخ شي او ورپسې به د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه او دېرشمه د عمان له ۱۹ کلنو لوبډلې سره دوه لوبې وکړي.

Published

on

د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله راتلونکې شنبه( د تلي اته‌لسمه) د بنګله‌دېش او عمان له ۱۹ کلنو لوبډلو سره د ۷ ، پنځوس‌آوریزو لوبو لپاره عمان ته روانېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، د هېواد د ۱۹ کلنو لوبډله به د اوکټوبر له دیارلسمې څخه تر درویشتمې له بنګله‌دېش سره په پېنځو لوبو کې مخامخ شي او ورپسې به د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه او دېرشمه د عمان له ۱۹ کلنو لوبډلې سره دوه لوبې وکړي.

دا لوبې د ۲۰۲۶ز.کال د ۱۹ کلنو آسیايي ملتونو جام سیالیو ته د افغانستان د چمتووالي د پروګرام برخه دي، چې ټاکل شوې د نومبر په لومړیو کې ترسره شي.

د لوبغاړو د غوراوي کمیټې د هېواد له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د دغو سیالیو لپاره د ۱۵ لوبغاړو نوملړ وروستی کړی او سهیل خان لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې نوملړ:

سهیل خان( لوبډلمشر)، فرید ځدراڼ، سبحان علي، نعمان سالارزی، فیصل مبارز، طاهر سروري، عابدالله عابد، حمزه علي‌خېل، امیر حمزه، سمیع مبارز، محمد علي، لطف‌الله، عبدالله همدرد، عمران محمدي او نورعلي نیازی.

احتیاطي لوبغاړي:

هیبت خان، حکمت‌الله او بلال سلیمان‌خېل.

Trending

Exit mobile version