تازه خبرونه
د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي – اوچا
د دوشنبې پر ورځ( د غبرګولي پېنځمه) دې بنسټ په فیسبوک پاڼه کې ولیکل، چې په ۲۰۲۵ ز.کال کې به د افغانستان ۲۲.۹ میلیون خلک مرستې ته اړتیا ولري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر( اوچا) داسې احصائې خپرې کړي، چې د دې هېواد ۴۸ سلنه وګړي(نفوس) د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د دوشنبې پر ورځ( د غبرګولي پېنځمه) دې بنسټ په فیسبوک پاڼه کې ولیکل، چې په ۲۰۲۵ ز.کال کې به د افغانستان ۲۲.۹ میلیون خلک مرستې ته اړتیا ولري.
د اوچا د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان ۱۴.۸ میلیون خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي او ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
اوچا دا یادونه هم کړې، چې له درې میلیون څخه ډېر خلک هغو سیمو ته نږدې ژوند کوي، چې پر ناچاودو توکو ککړې دي.
اوچا زیاته کړې: “دا شمېر یوازې عدد ندي. د دې ستونزو د حل لپاره د کافي او پر وخت مالي سرچینو په راټولولو کې زمونږ پاتې راتلل به ویجاړونکي پایلې ولري.”
دمګړۍ په افغانستان کې مرستندویه ادارې د بودجې له سخت کمښت سره مخ دي.
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۵ ز.کال کې له ۲.۴ میلیارد ډالرو څخه د زیاتو مرستو غوښتنه کړې؛ خو تر اوسه پورې د دې بودجې یوازې ۱۲ سلنه ترلاسه شوې ده.
امریکا، چې د افغانستان لپاره ترټولو لویه مرسته کوونکی وه؛ واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته یې خپلې بهرنۍ مرستې بندې کړې.