تازه خبرونه

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د بخت او طالع پروګرام، ګټونکی اعلان شو

Published

on

 د هرات ولايت اوسېدونکی محمد ويس قادري د افغان مخابراتي شرکت د بخت او طالع پروګرام په لومړي پړاو کې د پېنځه سوه زره افغانیو پر تر لاسه کولو ګټونکی اعلان شو.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکي وايي، د دغه پروګرام کمپاین یوه میاشت وړاندې پیل شوی و او څه باندې اته سوه نورو کسانو هم بېلابېلې جایزې په کې ګټلې دي.

د هرات ولايت اوسېدونکي محمد ویس قادري ويلي، دا یې په ژوند کې لومړی ځل دی، چې د جایزې پچه ګټي.

نوموړي د جایزې له ګټلو ډېر خوشحال دی وايي، پروسه شفافه او معیاري وه.

په لویدیځ زون کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت مسوول زرین سلطاني ویلي: شپږ تنو نورو وکولی شول، چې د بخت او طالع په یو میاشتني پروګرام کې ۵۰۰  زره افغانیو نغدي جایزه خپله کړي او اته سوه نورو کسانو هم د کریډیټ کارت جایزې ترلاسه کړې.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د بازارموندنې مسوول احمد ذکي قیس ارغندیوال وايي، د بخت او طالع پروګرام به په دوه نورو پړاوونو کې هم ترسره شي؛ لومړي ګټونکي ته دوه میلیون او دوه یم ته پېنځه سوه زره افغانۍ جایزې په پام کې نیول شوې دي.

افغان بيسيم مخابراتي شرکت مسوولين په ښه کيفيت د مخابراتي او انترنيتي خدمتونو پر وړاندې کولو د ټينګار تر څنګ وايي، د دې پروګرام موخه له هغو افغانانو سره همکاري ده، چې په اوسنیو سختو شرایطو کې مرستې ته اړتيا لري.

Trending

Exit mobile version