تازه خبرونه
د افغان حکومت د رسمیت پېژندنې مخه د امریکا فشار نیولې – اسلامي امارت
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي؛ واشنګټن پر ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو فشار راوړي، چې له کابل سره له رسمي تعامل څخه ډډه وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ويلي، پر ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو د امریکا فشار د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندنې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي؛ واشنګټن پر ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو فشار راوړي، چې له کابل سره له رسمي تعامل څخه ډډه وکړي.
مجاهد ویلي:« ښايي دوی دا په ښکاره ونه وايي او یا یې اعلان نه وي کړی، خو په ټوله کې داسې ښکاري، چې پر ملګرو ملتونو او ځینو نورو هېوادونو فشار راوړل کېږي او له مونږ سره د تعامل مخه نیول کېږي. که داسې نه وای؛ تر اوسه باید تعامل شوی وای.»
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې، ځینې هېوادونه اوس هم د نړۍ د سترو قدرتونو تر اغېز لاندې دي، چې له اسلامي امارت سره یې د اړیکو د پراختیا مخه نیسي.
هغه وایي:« هغه هېوادونه، چې له مونږ سره په جګړه یا شخړه کې ول یا ځینې هغه هېوادونه، چې اوس هم د همدغو سترو قدرتونو تر اغېز لاندې دي؛ په طبیعي ډول نهدي توانېدلي، چې د تعامل په برخه کې پرمختګ وکړي. پړه پر افغانستان نهده او د دوی سیاستونه له جګړې راپدېخوا بدل شوي نهدي.»
دغه راز شنونکیو ويلي، امریکا اوس هم د ډېرو هېوادونو پر بهرنیو سیاستونو د پام وړ اغېز لري.
د دوی پر باور، تر هغې، چې واشنګټن د اسلامي امارت په اړه خپله تګلاره بدله نهکړي؛ د رسمیت پېژندنې پر لوري نور پرمختګ به هم له ستونزو سره مخ وي.
ویل کیږي، چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست پر اقتصادي ګټو ولاړ دی او کابل غواړي له ټولو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.