تازه خبرونه
د افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره ۱۵ زره کیلومټره سفر؛ ملګرو ملتونو افغانستان ته د خوراکي مرستو د رسولو له ننګونو پرده پورته کړه
د خوړو نړیوال پروګرام د یوه راپور له مخې، د افغان زدهکوونکو لپاره ځانګړي مغذي بسکټونه، چې سلګونه ټنه وزن لري، له انډونیزیا څخه تر کابل پورې نږدې ۱۵ زره کیلومټره واټن وهلی، چې ماشومانو ته ورسېږي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان کې اړمنو ماشومانو ته د بېړنیو خوراکي مرستو رسول، د سیمې د بېثباتۍ، د لارو او سرحدي دروازو د تړل کېدا او د لېږد رالېږد د پېچلو ستونزو له کبله، د نړۍ له تر ټولو سختو بشري مرستندویه عملیاتو څخه ګرځېدلي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام د یوه راپور له مخې، د افغان زدهکوونکو لپاره ځانګړي مغذي بسکټونه، چې سلګونه ټنه وزن لري، له انډونیزیا څخه تر کابل پورې نږدې ۱۵ زره کیلومټره واټن وهلی، چې ماشومانو ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي، چې افغانستان اوس هم له پراخې لوږې، بېوزلۍ، د بشري مرستو د بودجې له کمښت او د طبیعي پېښو( سېلابونو او زلزلو) له ناوړه پایلو سره مخ دی.
د راپور له مخې، د ۳۹۷ ټنه پیاوړو خوراکي توکو مرستې، چې د انډونیزیا حکومت د ۳.۵ میلیون ډالرو پر مرسته برابرې کړې وې؛ لومړی د انډونیزیا له سورابایا بندر څخه د پاکستان کراچۍ بندر ته ولېږدول شوه، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لارې د تړل کېدا له کبله له ستونزو سره مخ شوې.
د خوړو نړیوال پروګرام بیا هڅه وکړه، چې دغه د مرستو جوپه د متحده عربي اماراتو، فارس خلیج او ایران له لارې افغانستان ته ولېږدوي؛ خو سیمهییزو کړکېچونو او په سمندري لارو کې ګډوډیو دغه پلان هم له خنډونو سره مخ کړ.
په پای کې د دې ادارې کارپوهانو نوې لار وټاکله، چې د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن، سوریې، ترکیې، ګرجستان، آذربایجان، کسپین سمندر او ترکمنستان له لارې افغانستان ته رسېده. دا لار زرګونه کیلومټره اوږده او لګښتي وه، خو افغانستان ته د مرستو د رسولو یوازنۍ پاتې لاره بلل کېده.
د خوړو نړیوال پروګرام د څرګندونو له مخې؛ د ۲۱ باروړونکو موټرو کاروان له اووه پولو له تېرېدا او څو اوونیو سفر وروسته افغانستان ته ورسېد او مرستې کابل ته ولېږدول شوې.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د تدارکاتي ځنځیر مسوول عبدالاحد منیب ویلي: «کله، چې موټرې ګدام ته ورسېدې، د هوساینې احساس مو وکړ. مونږ د دې سفر هر پړاو، هر ځنډ او هر بدلون له نږدې څاره.»
ویل کیږي، چې دغه خوراکي توکي اوس د غور، نورستان او پکتیکا ولایتونو د ښوونځیو زدهکوونکو ته وېشل شوي دي.