تازه خبرونه

د افغان نجونو او ښځو پر حقونو لګېدلي بندیزونه دې لرې شي

Published

on

د جمعې پر ورځ د ترکمنستان په پلازمېنه عشق آباد کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او منځنۍ آسیا ځانګړيو استازيو له اسلامي امارته وغوښتل، چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې د ګډون په اړه د دوی پر حقونو لګېدلي بندیزونه دې لرې کړي.

د غونډې ګډونوالو په یوه ګډه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې دغه بندیزونو افغانانو ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره د نړیوالې ټولنې وړتیاوې اغېزمنوي؛ نو دا بندیزونه دې د افغانستان د اقتصاد د غوړیدا لپاره لرې شي، چې ورسره اوږد مهاله سوله او ثبات رامنځته شي.

دوی د یوه داسې ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ، چې په کې د ټولو افغانانو مدني، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي حقونه خوندي او وساتل شي.

 ګډونوالو له اسلامي امارته وغوښتل، چې په افغانستان کې دې نورو هېوادونو ته د تروریزم، تاوتریخوالي او افراطیت د ودې او پراختیا مخه ونیسي.

په دې اعلامیه کې دا هم راغلي: له افغانستان څخه د ترهګرۍ، تاوتریخوالي، افراطیت، د مخدره توکو قاچاق او د پولې په اوږدو کې نورې ناقانونه هڅې به پر سیمه منفي اغېزې ولري.

دغه راز ویل شوي، چې د ګډو طبیعي سرچینو په کاروله کې باید د ټولو ګاونډیانو اړتیاوې په پام کې ونیو شي.

د یادونې ده، چې په دې څلورمه غونډې کې د اروپایي ټولنې د استازیو په ګډون د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړیو استازیو هم برخه اخستې وه.او د افغانستان پر اقتصادي او بانکي ثبات سربېره یې د بیا رغونې پر امکاناتو او ننګونو بحث او خبرې وکړې.

Trending

Exit mobile version