لوبی

د اماراتو لوبډلې په نړیوال ۲۰ آوریز لیګ سیالیو کې شارجه وګتله

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۲۶, ۱۴۰۱

په ابوظبي کې د ام آی امارات کرکت لوبډلې د شنبې پر ورځ د دغو سیالیو دوه یمه لوبه له شارجه واریرز لوبډلې څخه پر ۴۹ منډو وګټله او د کرکت په نړیوال شل آوریز لیګ کې یې د بریاوو پر لوري ګام پورته کړ.

د سیالیو د اصولو له مخې، لوبډلې کولی شي په خپله لوبډله کې یوازې دوه ځايي لوبغاړي ولري، خو د اماراتو لوبغاړی محمد وسیم په خپله لوبډله کې د نورو ستورو پر پرتله ډېر وځلېده او پر ۳۹ توپونو یې  ۷۱ منډې جوړې کړې. د اماراتو لوبډلې د ۵ لوبغاړیو پر سوځیدو ټولټال ۲۰۴ منډې جوړې کړې او د شارجه واریرز په وړاندې یې بریا خپله کړه.

وسیم پېنځه شپږیزې ووهلې او هغه مهال له وسوځېده، چې پېنځه نیم آوورونه پاتې ول. مخکې له دې، چې هغه لرې شي، کریس ووکس د دوه منډو لپاره ویل سمید لرې کړ او اندریو فلیچر یې لرې کړ؛ ځکه، چې رحمان الله ګربز د فلیچر شاته توپ ونیوه.

ووکس په څلور آورونو کې یوازې ۲۳ منډې ورکړې.

معین علي، کارتک میاپن، محمد نبي او جو دینلي په اته آورونو کې سیالې لوبډلې ته ۹۸ منډې وکړې.

د ویسټ اندیز لوبغاړی نیکولاس پورن هم ښه وځلید او ۴۹ منډې یې وکړې؛ خو نجیب الله ځدراڼ په لومړي توپ له منځه ولاړ، چې ګربز توپ له هوا ونیوه.

د شارجې لوبډلې لپاره کریس ووکس او رحمن الله ګربز په ترتیب سره ۶۲ او رحمن الله ګربز ۴۳ منډې جوړې کړې؛ خو هدف ته ونه رسید او په ۲۰ آوورونو کې یې د ۹ لوبغاړیو پر سوځیدو ۱۵۵ منډې جوړې کړې.

دا سیالۍ څنګه وګورو؟!

په ټول افغانستان کې د کرکت مینه وال کولی شي دغه نړیوالې سیالۍ په ژوندۍ بڼه په خپلو کورونو کې د آریانا تلویزیون له لارې وګوري.

د مهالوېش د لیدلو لپاره دلته کلیک وکړئ.

Trending

Exit mobile version