تازه خبرونه

د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت برښنايي سیسټم تائید شو

د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د څرګندونو له مخې؛ د دې سیسټم له پلي‌کېدا سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت رامنځته، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی ترسره، د دقیقو ارقامو او حساب وړاندې کولو اصل پياوړی او د برښنايي حکومتولۍ پر لور بنسټیز ګام واخیستل شي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ اقتصادي کمیسیون نن( چارشنبه د غویي نهمه ) په نوبتي غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت برښنايي سیسټم د بحث لپاره وړاندې او له هراړخیزې ارزونې وروسته یاد سیسټم تائید او دغه وزارت ته یې په تدریجي ډول د تطبیق لارښوونه وشوه.

د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د څرګندونو له مخې؛ د دې سیسټم له پلي‌کېدا سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت رامنځته، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی ترسره، د دقیقو ارقامو او حساب وړاندې کولو اصل پياوړی او د برښنايي حکومتولۍ پر لور بنسټیز ګام واخیستل شي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې سیسټم کې د مراجعینو لپاره هم د پام وړ آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

دغه راز دې غونډې ته د ۲۲ هغو عام‌المنفعه پروژو راپور هم وړاندې شو، چې د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده له لوري یې د کانونو د عوایدو په بدل کې د تطبیق حکمونه ورکړل شوي، چې مالیې وزارت د ۱۳ پروژو اقتصادي تحلیل ترسره کړ او اقتصادي کمیسیون تایید او د اړوند ادارې له‌خوا یې د کار پیلولو سپارښتنه وشوه. دا پروژوې ساختماني، اوسپنې پټلۍ او د برښنا رسونې او توزیع پروژې رانغاړي.

د یادونې ده، چې د ۲۲ عام المنفعه پروژو له جملې د نهو پروژو عملي چارې پيل شوې، چې کاري پرمختګونه هم لري.

Trending

Exit mobile version