سوداگري
د امریکا او ایران له هوکړې وروسته د سرو زرو بیه لوړه شوه
په بازار کې د نورو فلزاتو په بیه کې هم د پام وړ زیاتوالی ثبت شوی دی؛ سپین زر، پلاټین او پالاډیوم ټولو تر درې سلنې ډېره وده کړې ده.
د امریکا او ایران د شخړو د پای ته رسولو او د سیمهییز کړکېچ د کمولو لپاره یوې لومړنۍ هوکړې ته له رسېدو وروسته د سرو زرو بیه له دوه سلنې ډېره لوړه شوه. دغه راز ورسره په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې راکمې شوې او د امریکايي ډالر ارزښت هم کمزوری شو.
د بازار د راپورونو له مخې، د سرو زرو د نغدو معاملو بیه د ۲.۵ سلنې له زیاتوالي سره هر اونس ۴زره او ۳۲۲ اعشاریه ۸۷ ډالرو ته رسېدلې، چې د جون له نهمې راپدېخوا تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.
همداراز د امریکا د اګست میاشتې د سرو زرو راتلونکو معاملو بیه هم پر ورته کچه لوړه شوې او ۴زره او ۳۴۴ اعشاریه ۸۰ ډالرو ته رسېدلې ده.
امریکايي او ایراني چارواکو ویلي، چې په دې هوکړه کې د جګړې د پای ته رسولو، پر ایران د امریکا د اقتصادي محاصرې د ختمولو او د هرمز تنګي د پرانیستلو چوکاټ شامل دی. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.
له دې بدلون وروسته د امریکايي ډالر ارزښت په تېرو لس ورځو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راکښته شوی او د نفتو بیه هم تر څلور سلنې ډېره کمه شوې ده.
د بازار شنونکي وايي، چې دې وضعیت د بیو د لوړېدا بهیر ورو کړی او د سرو زرو د بیو د لوړېدو لپاره یې مناسبه فضا برابره کړې ده.
د KCM Trade شرکت لوړپوړي شنونکي ټیم واټرر ویلي، چې د نفتو د بیو ټیټېدل او د ډالر کمزوري کېدل، چې د جیوپولیټیکي خطرونو د کمېدا پایله ده؛ په وروستیو ورځو کې د سرو زرو د بیو د ملاتړ مهم عوامل ول.
هغه خبرداری ورکړی، چې د دې بهیر دوام به تر ډېره د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د هوکړې له ټینګښت سره تړلی وي.
دغه راز ځینو مالي بنسټونو ویلي، چې د نړیوالو سیاسي او اقتصادي بېثباتیو په اړه اندېښنې اوس هم د سرو زرو د اوږدمهالې غوښتنې ملاتړ کوي؛ خو د سود د کچې لوړېدا کولی شي پر بازار فشار راولي.
په بازار کې د نورو فلزاتو په بیه کې هم د پام وړ زیاتوالی ثبت شوی دی؛ سپین زر، پلاټین او پالاډیوم ټولو تر درې سلنې ډېره وده کړې ده.
دا بدلونونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې نړیوال پانګهوال اوس د امریکا د فډرال ریزرف د سود د کچې د نوې پرېکړې پر تمه دي؛ هغه پرېکړه، چې د نړیوالو بازارونو راتلونکی ټاکلی شي.