Connect with us

نړۍ

د امریکا بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د اوربند لپاره اسرائیلو ته رسېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي؛ بلینکن د اکتوبر د جګړې له پیل راپدېخوا به سیمې ته په خپل نهم سفر کې د دوشنبې پر ورځ د نتانیاهو په ګډون له لوړ پوړیو اسرائیلي مشرانو سره وګوري.

خپور شوی

د

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د یکشنبې پر ورځ د منځني ختیځ په یوه بل سفر کې تل ابیب ته رسېدلی دی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دې  سفر موخه په غزه کې د اوربند د ټینګښت او پر بنیامین نتانیاهو فشار راوړل دي.

ټاکل شوې، انټوني بلېنکن به د سفر پر مهال د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او یو شمېر نورو اسرائیلي چارواکو سره وګوري.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په دوحه کې د امریکا، مصر او قطر پر منځګړیتوب له خبرو وروسته په غزه کې د اوربند او په جګړه کې د دواړو ښکېلو لوریو تر منځ د رامنځته شوي واټن راکمولو  هیله ښودلې وه؛ خو حماس ویلي؛ په روانو خبرو کې کوم پرمختګ نه تر سترګو کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي؛ بلینکن د اکتوبر د جګړې له پیل راپدېخوا به سیمې ته په خپل نهم سفر کې د دوشنبې پر ورځ د نتانیاهو په ګډون له لوړ پوړیو اسرائیلي مشرانو سره وګوري.

له اسرائیلو وروسته بلینکن به مصر ته دوام ورکړي.

د بایډن ادارې یوه جګپوړي چارواکي تل ابیب ته په لاره کې خبریالانو ته ویلي، چې په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو د راستنولو لپاره هڅې په یو اړین پړاو کې دي.

منځګړي هېوادونه – قطر، امریکا او مصر تر دې دمه د څو میاشتو په پرله‌پسې خبرو اترو کې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د اختلافاتو په راکمولو کې پاتې راغلي او ان د یکشنبې پر ورځ هم په غزه کې پر تاوتریخوالي ټینګار روان و.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي؛ د یکشنبې پر ورځ د غزې په تړانګه کې پر یوه کورد بمبارډ له کبله لږ تر لږه ۲۱ کسان د شپږ ماشومانو او یوې مور په ګدون وژل شوي.

د اسرائیلو پوځ سمدستي په دې اړه څه ندي ویلي.

په دوحه کې له دوه ورځنۍ غونډې وروسته ټاکل شوې، چې روانه اوونۍ په قاهره کې د اوربند په اړه خبرې اترې وشي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په همدې هیله اسرائیلو ته رسېدلی دی. هغه به هڅه وکړي، چې د امریکا له‌خوا وړاندیز شوی اوربند پلی کړي. منځګړي هیوادونه په دې باور دي، چې د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ واټن راکم کړي.

دغه روانه جګړه د اکتوبر پر اوومه هغه وخت پیل شوه، چې د حماس وسله‌والو پر اسرائیلو برید وکړ؛ د اسرائیلو د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې لږ تر لږه  ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

د فلسطین روغتیایی چارواکو ویلي؛ تر دې دمه د اسرائیلو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې له ۴۰۰۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې ډېري یې ملکي وګړي دي او د غزې ډېره برخه یې کنډواله کړې ده. اسرائیل وايي، د حماس ۱۷۰۰۰ جنګیالي یې وژلي دي.

دغه تاوتریخوالي په سیمه کې د جګړې وېره زیاته کړې او د اوربند تړون ته د رسیدو اړتیا ورسره پیدا شوې ده.

ایران د جولای پر یودېرشمه په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته ګواښ کړی، چې له اسرائیلو به یې غچ واخلي.

د نتانیاهو دفتر ویلي؛ هغو اوس هم ټینګار کوي، چې اسرائیلي ځواکونه د غزې او مصر ترمنځ په پوله کې د وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره پر پاتې کېدو تینګار کوي.

حماس ویلي، چې د امریکا خوشبینانه څرګندونې تېروتنه ده او پر نتنیاهو یې تور ولګاوه، چې د خبرو اترو د خرابولو په هڅه کې نوي شرایط رامنځته کوي.

حماس د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند تړون ته زور ورکړی. په داسې حال کې، چې اسرائیل د جګړې د لنډمهالې درېدو غوښتنه کوي.

نړۍ

د ایران په جګړه کې تر دې دمه ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان دي- راپور

د ځاني زیان په اړه دومره شمېر له دې مخکې راپور شوې نه‌و.

Published

on

رویټرز د دوه بلدو کسانو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې له ایران سره په ۱۰ ورځنیو نښتو کې ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.

د ځاني زیان په اړه دومره شمېر له دې مخکې راپور شوې نه‌و.

د رویټرز له دې شمېر مخکې پنټاګون یوازې د ۸ امریکایي پرسونل له ټپي کېدا خبر ورکړی و.

د رویټرز د راپور له خپرېدا وروسته پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې دا شمېر څه نا څه ۱۴۰ ټپیان وښودل او څرګندوي، چې ډېری یې سرسري ټپي شوي دي.

د پنټاګون ویاند شان پارنیل ویلي: “د حماسي برید له پیل راپدېخوا په ۱۰ ورځو پرله‌پسې بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.”

هغه ویلي، چې له ټپي شویو سرتېرو څخه ۱۰۸ یې له رغېدا وروسته بېرته دندې ته راستانه شوي دي.

پارنیل څرګندوي، چې اته سخت ټپیان شوي سرتېري د لوړې طبي کچې تر درملنې لاندې دي.

رویټرز د ټپونو د بڼو نوم اخیستی ندی او دا هم معلومه نده، چې آیا دا د دماغي زیانمنېدا ټپونه دي که د چاودنو له کبله.

ایران د فبروري پر اته‌ویشتمه د نښتو له پیل راپدېخوا د امریکا د پوځي اډو پر وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي دي. د عربي خلیج په هېوادونو کې یې ډیپلوماټیک ماموریتونه، هوټلونه او هوایي ډګرونه هم پر نښه کړي او د تېلو بنسټیزو ودانیو ته یې هم زیان رسولی دی.

پنټاګون ويلي، چې د جګړې له پیل راپدېخوا د ایراني بریدونو شمېر راټیټ شوی؛ ځکه، چې د امریکا پوځ د ایران د وسلو زیرمې بمبارډوي.

د ګډو ځواکونو د لوی درستیز جنرال ډان کین د سې شنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي، چې جګړه له تمې څخه سخته نه وه.

Continue Reading

نړۍ

ایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر

نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.

Published

on

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني ويلي، چې د ایران حکومت د هغه پر ​​هېواد له برید سره خیانت کړی دی.

نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.

هغه زیاته کړې، چې د خلیجي هېوادونو په برید کې د ایران ” ناسمې محاسبې”؛ “هرڅه ویجاړ کړل” او قطر به پدې اړه د هغو هیڅ راز پلمه ونه‌مني.

د قطر لومړي وزیر دا هم ویلي؛ دا حیرانونکې ده، چې ایران پر خلیج هېوادونو خپل بریدونه حتا له هغې وروسته هم ترسره کړل، چې ولسمشر مسعود پزشکیان له خلیجي هېوادونو بښنه وغوښته.

دغه راز هغه یادونه وکړه، چې قطر به ” د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له ایرانیانو سره خبرې اترې روانې وساتي.”

Continue Reading

نړۍ

یوه پاکستاني د ایران پر لمسون د ټرمپ د وژلو هڅه کړې – رسنۍ

رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.

Published

on

یو پاکستانی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو پر هڅه تورن پېژندل شوی؛ د چارشنبې پر ورځ(د کب دیارلسمه ) یې د منصفه پلاوي غړو ته ویلي: هغه په ​​خپله خوښه د ایران د انقلاب اسلامي له سپاه پاسداران سره د دې دسیسې په جوړولو کې کار ندی کړی.

رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.

سپاه پاسداران په ایران کې د پوځي، اقتصادي او استخباراتي ځواک په ساتنه کې مرکزي ارزښت لري.

نیویارک ټایمز د مرچنټ د څرګندونو له مخې لیکلي: « ما نه‌غوښتل، چې دا کار پخپله خوښه ترسره کړم» نوموړي د دې تور د سپیناوي پر مهال یوې محکمې ته ویلي، چې ده په تهران کې د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره دې کار ته غاړه ایښې.

څارنوالانو د مرچنټ دا ادعا رد کړې او د “رښتیني جبر لپاره یې د شواهدو نشتوالی” پر ګوته کړ.

د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې مرچنټ ویلي، چې هغه ته هیڅکله د یو ځانګړي کس د وژلو امر ندی شوی؛ خو د هغه ایراني لمسوونکي د ایران په پلازمېنه کې د خبرو اترو پر مهال ورته د درې کسانو نومونه اخیستي دي.

په دې نومونو کې پر ټرمپ سربېره د هغه وخت( ۲۰۲۴ ) د ولسمشر جو بایډن او نیکي هیلي نومونه یاد شوي دي.

د مرچنټ محاکمه تېره اوونۍ؛ مخکې له دې، چې ټرمپ پر ایران د اسرائیلو پر ملاتړ د برید امر وکړي او ستر رهبر علي خامنه‌یي او نور لوړ پوړي چارواکي ووژي؛ ترسره شوې ده.

ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له ای‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې د امریکا او اسرائیلو د ګډو عملیاتو په اړه، چې خامنه‌یي وواژلی څرګندونې کړي او د ایران ادعا شوې دسیسې ته یې د نغوتې پر مهال ویلي: «هغه مې مخکې له دې، چې ما ونیسي؛ ونیوه.»

ویل کیږي، چې تهران پر ټرمپ او نورو امریکایي چارواکي د برید تور رد کړی دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!