تازه خبرونه

د امریکا جمهوري غوښتونکيو پر اسلامي امارت د بندیزلګولو نوی ټینګار څرګند کړ

Published

on

فاکس نیوز څرګنده کړې؛ تېره ورځ  یو شمېر جمهوري غوښتونکيو سناتورانو د افغانانو بشري حقونو ته د نه درناوي له کبله پر اسلامي امارت د نویو سختو بندیزونو د لګولو لپاره د لایحې پر چمتوکولو کار پیل کړ.

د فاکس نیوز د څرګندونو له مخې؛ دا لایحه د امریکا له ولسمشره غواړي، چې پر اسلامي امارت د ترهګریزو فعالیتونو، مخدره توکو قاچاق او د ښځو پر وړاندې د ناوړه چلند په ګډون د افغانانو له بشري حقونو څخه د سرغړونو له کبله؛ بندیز ولګوي.

که دا لایحه  تصویب شي؛ نو  د اسلامي امارت په ملکیت کې به ټولې معاملې بندې او منع کړي. دغه راز  ټولې ویزې یا نور هغه اسناد به باطل کړي، چې امریکا ته د ننوتلو اجازه ورکوي.

دا لایحه څو نورې غوښتنې هم لري، چې اسلامي امارت یې باید د نورو بندیزونو د مخنیوي لپاره ومني.

فاکس نیوز په ډاګه کړې، چې دا لایحه له ټولو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېښودل، بشردوستانه ډلو ته د زیان منونکیو اوسیدونکیو اړوند سیمو ته د بشپړ لاسرسي زمینه برابرول، اوسیدونکیو ته اجازه ورکول، چې له خپلې خاورې ووځي. دغه راز بشري حقونه، د ښځو حقونه او مطبوعاتو د آزادۍ پېژندل رانغاړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه څرګنده کړې؛ د انزوا او بندیزونو د زیاتولو سیاست ستونزې نه‌حلوي، بلکې اړیکې به ترینګلې کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ستونزو د اواري لپاره باید له دیپلوماتیکو لارو هڅې وشي.

Trending

Exit mobile version