سیمه ییز خبرونه
د امریکا د پراخو هوايي بریدونو په غبرګون کې ایران د امریکا پر خلیجي اډو بریدونه وکړل
دا وروستۍ نښته د روان کال د جګړې له پیل راپدېخوا تر ټولو سختو پوځي بریدونو څخه بلل کېږي او سره له دې، چې د اوربند د ټینګښت لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي؛ د سیمې د ثبات په اړه یې نوې اندېښنې راپارولي دي.
امریکا د دوشنبې په لومړیو ساعتونو کې پر ایران د هوايي بریدونو څو پړاوونه ترسره کړل او پوځي بنسټونه یې وویشتل. واشنګټن وایي، دا بریدونه په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې باروړونکې بېړۍ د ایران د وروستي برید په غبرګون کې شوي دي. ایران هم د منځني ختیځ په بېلابېلو هېوادونو کې، چې امریکايي ځواکونه په کې مېشت دي؛ توغندي او بېپیلوټه الوتکې وتوغولې.
دا وروستۍ نښته د روان کال د جګړې له پیل راپدېخوا تر ټولو سختو پوځي بریدونو څخه بلل کېږي او سره له دې، چې د اوربند د ټینګښت لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي؛ د سیمې د ثبات په اړه یې نوې اندېښنې راپارولي دي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ(سینټکام) د څرګندونو له مخې؛ په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰ پوځي هدفونه، چې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د توغولو مرکزونه، د مهماتو زېرمې، مخابراتي مرکزونه او نور پوځي تأسیسات په کې ول، ویشتي دي.
سینټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې هرمز تنګی د نړیوالې سوداګرۍ لپاره یو حیاتي سمندري دهلېز دی او ایران پرې واک نهلري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکايي ځواکونه د سوداګریزو بېړیو د آزاد تګ راتګ د خوندي کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو بریدونو په دفاع کې له انبيسي سره په مرکه کې ویلي:« تېره شپه مو پرې ډېر سخت بمبارډ وکړ.»
ایراني دولتي رسنیو د دوشنبې پر سهار د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له چاودنو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی.
په ځوابي بریدونو کې ایران بحرین، کویټ، قطر او متحده عربي امارات پر نښه کړل.
په بحرین کې د خبرداري زنګونه وغږېدل، کويټ وویل؛ هوايي دفاع یې راتلونکي توغندي شنډ کړي او د متحده عربي اماراتو پوځ هم اعلان وکړ، چې د ایران توغندي او بېپیلوټه الوتکې یې له منځه وړې دي. د تلفاتو او لویو زیانونو په اړه سمدستي راپور نهدی خپور شوی.
د ایران سپاه پاسداران هم تائید کړې، چې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې ځوابي عملیات پیل کړي دي.
هرمز تنګی اوس هم د دې کړکېچ اصلي محور ګڼل کېږي.
ایران ټینګار کوي، چې د دې تنګي د تګ راتګ د تنظیم واک لري او مخکې یې د دې لارې له کاروونکو بېړیو د لګښت اخیستو ګواښ کړی و؛ خو امریکا وایي، نړیوال سمندري تګ راتګ باید له خنډ پرته روان وي.
د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي:« د یو اړخیزو هوکړو پېر پای ته رسېدلی. مونږ درته ویلي وه، چې یا پخپلو ژمنو ودرېږئ او یا یې بیه ورکړئ.»
که څه هم ایران د هرمز تنګي د تړل کېدا اعلان کړی؛ خو امریکايي چارواکي وایي، سوداګریزې بېړۍ اوس هم د امریکايي سمندري ځواکونو تر ساتنې لاندې د عمان ساحل ته نږدې له بدیلو لارو تګ راتګ کولی شي.
پر بېړیو دوامداره بریدونو نړیوال سمندري لېږد او د انرژۍ بازارونه اغېزمن کړي، خو د نفتو بیې د جګړې له لومړنیو لوړو کچو بېرته راټیټې شوې دي.
دا پوځي بدلونونه داسې مهال رامنځته شوي، چې نړیوال منځګړي د ۶۰ ورځني لنډمهالي اوربند د ساتلو او د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې روانې ساتلې دي.
پاکستان، قطر او مصر هم د جګړې د پراخېدا د مخنیوي لپاره په دغو هڅو کې ښکېل دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش، خبرداری ورکړی، چې د پراخې جګړې بیا پیل به د سیمې لپاره «ناوریني پایلې» ولري.
ویل کیږي؛ د ایران نوي ستر رهبر آیتالله مجتبی خامنهيي د خپلې دندې له پیل وروسته په لومړۍ عامه وینا کې ژمنه کړې، چې د آیتالله علي خامنهيي د وژل کېدا غچ به اخلي او د «بهرني تېري» پر وړاندې به ټینګار روان ساتي.