تازه خبرونه
د امریکا فشارونو ته غاړه نهایښودونکي هېوادونه دې مونږ پر رسمیت وپېژني – محمد یعقوب مجاهد
د افغانستان ملي دفاع وزارت چارسمبالي مولوي محمد یعقوب مجاهد ويلي؛ اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې شرایط پوره کړي؛ خو بیا هم اکثره هېوادونه د امریکا د فشار له کبله هغه پر رسمیت نه پېژني.
محمد یعقوب مجاهد د سعودي عربستان له العربیه تلویزیون سره په مرکه کې څرګنده کړې: هغه هېوادونه، چې د امریکا فشارونو ته غاړه نهږدي؛ باید اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.
نوموړي زیاته کړې: مونږ له هېوادونو په ځانګړي توګه له پياوړیو اسلامي هېوادونو غواړو، چې زمونږ حکومت پر رسميت وپېژني.
هغه ویلي: که هېوادونه اندېښنې ولري؛ اسلامي امارت چمتو دی، چې د حل لپاره یې خبرې وکړي.
د دفاع وزارت چارسمبالي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري په وژلو کې لاس نهلري.
نوموړي دا هم ویلي، چې اسلامي امارت له القاعده شبکې سره هیڅ ډول اړیکه او همکاري نهلري.
محمد یعقوب مجاهد له امریکا وغوښتل، چې د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونې ودروي؛ ځکه اسلامي امارت ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کیږي.
هغه ویلي، چې اسلامي امارت له پاکستان غوښتي، چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د دغه هېواد له لارې د افغانستان له هوايي حریم څخه سرغړونه وکړي.
محمد یعقوب مجاهد د تحریک طالبان پاکستان په اړه ویلي، چې دا ډله نه په افغانستان کې شته او نه یې هم اسلامي امارت تمویلوي.
نوموړی وایي: پاکستان پخپلو ادعاوو هڅه کوي؛ نړۍ ته وښيي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د شتون په اړه پر ژمنو عمل نهکوي.
محمد یعقوب مجاهد په دې مرکه کې دا هم ویلي؛ اسلامي امارت نه غواړي هغه کسان په حکومت کې ونیسي، چې له «اشغالګرو» سره ملګري وه، خو په افغانستان کې د عامو وګړیو په توګه ژوند کولی شي.