نړۍ
د امریکا ولسي جرګې اوکراین ته ۴۰ میلیارډ ډالر تصویب کړل

د رویټرز د راپور له مخې؛ د امریکا ولسي جرګې له اوکراین سره د مرستې لپاره د ۴۰ میلیارد ډالرو د بودیجې لایحه تصویب کړه، چې ولسمشر جوبایډن یې غوښتنه کړې وه.
جوبایډن اوس د دغه هېواد له مشرانو جرګې غواړي، چې د قانون پلي کولو لپاره پرې لاسلیک وړکړي.
د متحده ایالاتو چارواکو دمخه ویلي وو چې یوځل چې د استازو جرګې کڅوړه تصویب کړي ، سنا به ګړندي عمل وکړي ترڅو تصویب کړي او د بایډن میز ته یې واستوي.
د کانګرس مشرانو د دوشنبې پر ورځ د می پر ۹ پر داسې یوه تړون هوکړه وکړه، چې له اوکراین سره به د سپینې ماڼۍ له خوا د ۳۳ میلیارډ غوښتل شویو ډالرو تر څنګ ۶.۸ میلیارډ اضافه مرسته هم وکړي.
بایډن د دوشنبې په ورځ په کانګرس غږ وکړ چې سمدستي د اوکراین سره د مرستې لپاره یو لایحه تصویب کړي او د لومړي ځل لپاره یې خبرداری ورکړ، چې د مرستې دا پرېکړه باید په لس ورځو کې پای ته ورسیږي.
هغه کانګرس ته په یوه بیان کې ویلي: په راتلونکیو څو ورځو کې دا (تصویب شوې پرېکړه) به زما پر میز وي.
امریکا څرګنده کړې، چې له اوکراین سره د اوږد مهاله مرستو اراده لري او له دې مخکې یې اوکراین ته په میلیاردونو ډالر پوځي مرستې استولي، چې مسکو یې د جګړې د اور ته لمن وهي.
نړۍ
تایلیند د ټاکنو لپاره پارلمان منحل کړ

د تایلیند پاچا ماها وجیرالونګکورن د دوشنبې پر ورځ پارلمان منحل کړ، چې خلک د می په میاشت کې له شل کلنو ناندرو وروسته د ټاکنو د ترسره کولو لپاره رای اچونې ته لار ومومي.
د دغو ټاکنو نېټه نده اعلان شوې؛ خو دوه خبرو سرچینو د دوشنبې پر ورځ رویترز ته ویلي، چې رای اچونه به د می پر ۱۴ نېټه ترسره شي.
د دوشنبې پر ورځ د پاچا په خپور شوي فرمان کې خلکو ته د سیاسي پرېکړې واک ورکړ شوی اوپه ډاګه شوې، چې خلک کولی شي د دولت د مشر په توګه له پاچا سره دیموکراتیک حکومت پر پښو ودروي.
له ۲۰۰۱ راپدیخوا د دې هېواد میلیاردرانو درې ځله حکومتونه جوړ کړي؛ خو پر پوځي کودتاوو او یا د محاکمو پر حکمونو ړنګ شوي دي.
د رویټرز څرګنده کړې؛ د می په ټاکنو کې به د حکومتي مهالوېش له مخې د پارلمان غړي له غوره شوې سنا سره یوځای د جولای په پای کې لومړی وزیر وټاکي.
۶۸ کلن پرایوت به د سرپرست حکومت د مشر په توګه کار ته دوام ورکړي او تمه ده، چې یو ځل بیا نوماند شي.
نوموړي خپلو مخالفانو ته په ډاګه کړې: تاسې باید له خلکو وپوښتئ، چې آیا دوی راضي دي که نه … ما په تېرو کلونو کې ډېر څه کړي دي.
نړۍ
د شمالي کوریا مشر کیم اتومي برید ته د چمتووالي سپارښتنه وکړه

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ KCNA د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د دې هېواد مشر کیم جونګ اون له خپلو هېوادوالو وغوښتل، چې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډ یرغل د مخنیوي لپاره اتومي برید ته ځانونه چمتو کړي.
KCNA دولتي رسنې په ډاګه کړې: د هېواد په پوځي روزنیزو هڅو کې یو بالستیک توغندی، چې پر جعلي اتومي سرګلولې سمبال و؛ ۸۰۰ کیلومتره واټن ووهه.
کیم، چې د دې ازموینې څارنه کوله؛ ویلي، چې یادو هڅو د اردو حقیقي جنګي وړتیا ښه کړې او دا اړتیا یې روښانه کړې، چې د دې ډول هڅو له لارې د هر راز سمدستي او پراخ اتومي ځواب لپاره د چمتووالي حالت ډاډمن کړي.
کیم د خپل هېواد د رسمي نوم لنډیز کاروياو وایي: د شمالي کوریا اتومي ځواک به له خپل لوړ جنګي چمتووالي سره د دښمن بې پروا حرکتونه او تحرکات په کلکه ودروي، کنټرول او اداره کړي او د هر ډول ناغوښتونکي حالت په صورت کې به خپل مهم ماموریت پرته له ځنډه ترسره کړي.
یادې سرچینې داسې انځورونه ښودلي، چې کیم یو ځل بیا له خپلې لور سره د ازموینې په لیدنه کې برخه اخیستې ده او دتوعندي د لیدلو ننداره کوي.
جنوبي کوریا او جاپان د یکشنبې پر ورځ له ختیځ ساحل څخه د شمالي کوریا د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي د توغولو خبر ورکړ، چې په دې وروستیو اوونیو کې د توغندیو د ازموینو په لړۍ کې وروستی دی.
شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا پر وړاندې توند غبرګون ښودلی دی.
رویترز راپور ورکړی، چې دوی؛ د جنوبي کوریا او امریکا ګډې پوځي روزنیزې هڅې د یرغل د مخنیوي لپاره جګړې ته چمتووالي بولي.
د امریکا او سویلي کوریا سمندري قول اردو به د دوشنبې پر ورځ د اپریل تر درېیمې پورې د دوه اوونیو لپاره بیسارې روزنیزې هڅې پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې شمالي کوریا د سیول او واشنګتن په وړاندې د جګړې لپاره له ۱.۴ میلیون څخه ډېر رضاکاره په اردو کې شامل کړي، چې له ۸۰۰۰۰۰ څخه ډېر یوازې دوه ورځې مخکې د یوې دولتي ورځپاڼې لخوا په ډاګه شول.
نړۍ
په اکوادور کې زلزلې ۳۹۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

رویترز راپور ورکړی، چې د شنبې پر ورځ ۶.۸ درجې زلزلې د اکوادور او شمالي پیرو ساحلي سیمې ولړزولې؛ کورونو، ښوونځیو او طبي مرکزونو ته یې زیانونه اړولي او په کې لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوي ۳۸۰ نور ټپیان دي.
د امریکا ځمکپوهنې ادارې دا زلزله د رښتر پر کچه ۶.۸ درجې ښودلې او څرګندوي؛ مرکز یې د ګویاس ولایت له بالائو ښاره شاوخوا ۱۰ کیلومتره لرې د ځمکې په ۶۶.۴ کیلومتره ژوروالي کې دی.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ داسې نه ښکاري، چې دا زلزله دې سونامي رامنځته کړي.
د ولسمشرۍ د مخابراتو ادارې ویلي؛ زلزلې ۱۴ کسان مړه کړي او له ۳۸۰ ډېر کسان یې ټپیان کړي، چې ډېري یې په ال اورو ولایت کې دي.
دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ لږ تر لږه ۴۴ کورونه ویجاړ شوي او ۹۰ نور زیانمن دي. شاوخوا ۵۰ تعلیمي ودانۍ او له ۳۰ ډېر روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي. په داسې حال کې، چې د زلزلې له کبله د ځمکې ښویېدو ګڼې لارې بندې کړې دي. دغه راز د سانتا روزا هوایي ډګر لږ زیانمن شوی؛ خو فعال ساتل شوی دی.
دغه راز رویترز راپور ورکړی، چې د پیرو چارواکو ویلي؛ زلزله د هېواد په شمالي سیمه کې احساس هم شوې؛ خو د خلکو او ودانیو د زیان په اړه سمدستي راپور ورکړ شوی ندی.
-
لوبی2 days ago
له پاکستان سره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د سیالیو لوبغاړي په ډاګه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
یو آسترالیایي پخوانی سرتېری د جنګي جنایت پر تور ونیول شو
-
سوداگري4 days ago
د کندوز ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په عوایدو کې ۴۸ سلنه زیاتوالی راغلی
-
نړۍ3 days ago
د شمالي کوریا مشر کیم اتومي برید ته د چمتووالي سپارښتنه وکړه
-
نړۍ4 days ago
په اکوادور کې زلزلې ۳۹۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
-
تازه خبرونه2 days ago
په تېر یونیم کال کې له ۵۰ څخه د ډېرو لرغونو آثارو د قاچاق مخنیوی شوی
-
لوبی5 days ago
افغانستان په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش پر ۷ ویکټو مات کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
په کابل کې له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ درې ورځنی نندارتون جوړ شو