سوداگري

د امریکا ولسي جرګې له اسلامي امارت سره د مالي مرستو د بندولو لایحه تصویب کړه

د امریکا ولسي جرګې له اسلامي امارت سره د مالي مرستو د بندولو لپاره یوه لایحه تصویب کړه.

Published

on

د امریکا استازو جرګې یوه لایحه تصویب کړه، چې له مخې یې له افغانستان سره هر ډول نغدي مرستې باید له نږدې وڅارل شي او کانګرس ته په شفاف ډول راپور ورکړ شي، چې څنګه اسلامي امارت دې مرستو ته لاسرسی ونلري.

د امریکا ولسي جرګې له اسلامي امارت سره د مالي مرستو د بندولو لپاره یوه لایحه تصویب کړه.

د امریکا د ولسي جرګې یوه غړی ويلي، چې د دې لایحې له مخې، افغانستان ته د هر ډول نغدي مرستو پروګرام او د اسلامي امارت د لاسرسي د مخنیوي څرنګوالی به راپور ورکولو ته اړتیا ولري.

 د امریکا د ولسي جرګې غړی ټیم بورجټ ویلي، په لایحه کې د ځانګړې سپما صندوق او د افغانستان بانک څارنه هم شامله ده.

ټیم بورجټ وایي: ” دا لایحه پر درې اصلي مسایلو راڅرخي؛ لومړی، د طالبانو د مالي او مادي ملاتړ مخنیوی؛ دوه‌ییم، د نغدي مرستو پروګرامونو په اړه راپور ورکول او درېیم، د افغانستان د وجهي صندوق او افغانستان بانک په اړه راپور ورکول.”

ولسي جرګې له دې هڅې وروسته، د یوې خبرپاڼې پر خپرولو د یادې جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د دې لایحې له تصویب هرکلی وکړ.

 په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا پرېکړه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته اسلامي امارت ته د میلیونونو ډالرو نغدي مرستې د افشا کولو په غبرګون کې شوې ده.

د دې لایحې له تصویب سره به د امریکا بهرنیو چارو وزارت د داسې پروګرامونو پلي کولو ته اړ وي، چې اسلامي امارت ته د بشري مرستو د رسېدو مخه ونیسي او کانګرس ته راپور ورکړي.

اسلامي امارت د هېوادونو لخوا د بشري مرستو په بهیر کې د لاسوهنې خبره ردوي او وايي، چې دا مرستې به افغانانو ته په عادلانه ډول ووېشل شي.

اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د بشري مرستو په بهیر کې لاسوهنه ردوي او وايي، چې د مرستو د وېش بهیر د اقتصاد وزارت لخوا له نږدې څارل کېږي.

دغه راز د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د دې لایحې تصویب د اسلامي امارت پر وړاندې فشار ګڼي او وايي، چې د امریکا د مرستو بندول به د افغانانو پر اقتصاد اغېز ونکړي؛ ځکه اسلامي امارت غواړي د هېواد اقتصاد له کورنیو سرچینو څخه پر ګټنې له دې حالته را ووځي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کیږي، چې د ډونالډ ټرمپ د نوې پرېکړې له کبله له افغانستان سره د امریکا مرستې په جدي توګه کمې شوې دي او په افغانستان کې د امریکا لخوا تمویل شوي بشري فعالیتونه ځنډول شوي او یا په بشپړه توګه درول شوي دي.

Trending

Exit mobile version