نړۍ
د امریکا په شیکاګو کې د خپلواکۍ نمانځلو پر مهال ۳۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د امریکا په شیکاګو کې د جولای د څلورمې نېټې د نمانځنې پر مهال له رامنځته شویو ډزو ۶ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.
د دوشنبې پر ورځ د شیکاګو د شمال په هایلینډ پارک کې د جولای پر څلورمه د ځانګړیو مراسمو د ډزو پر مهال لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان دي.
د خپلواکۍ نمانځلو له مراسمو اخیستل شوې ویډیو ښیي، چې د مراسمو د ترسره کوونکيو یو شمېر غړي تښتي؛ ځکه، چې ورته نږدې د ډزو غږونه اوریدل کیږي.
چارواکو ویلي؛ داسې ښکاري، چې تورن وسلوال د یوې ودانۍ له بام څخه ډزې کړي، ځکه د پېښې له ځایه بشپړ ځواکمن ټوپک ترلاسه شوی دی.
د سي ان ان د څرګندونو له مخې، یو سړی په دغو ډزو کې د لاس لرلو پر تور نیول شوی دی.
ویل کیږي، چې په شیکاګو کې د ۲۰۲۱ کال د جولای د څلورمې د اوونۍ نمانځلو پر مهال په ډزو کې نږدې ۱۷ کسان وژل شوي او له سل ډېر ټپي وه.