نړۍ

د امریکا ۳۰ زره کډوال به په ګوانتانامو کې بندیان شي

ټرمپ د لیکن رایلي قانون د لاسلیک پر مهال ویلي؛ د کیوبا په ګوانتانامو کې یې د توقیف د یوه مرکز د پرانستلو امر کړی، چې د امریکا هغه ۳۰ زره غیرقانوني کډوال په کې وساتي، چې خپلو هېوادونو ته شړل کېدی نشي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې پر ورځ ویلي: غواړي، چې ۳۰ زره غیرقانوني کډوال د کیوبا ګوانتانامو خلیج ته انتقال او زنداني کړي؛ دا د نوموړي د کمپاین هغه برخه ده، چې مجرم کډوال په ډله‌ییزه توګه شړل کیږي.

ټرمپ د لیکن رایلي قانون د لاسلیک پر مهال ویلي؛ د کیوبا په ګوانتانامو کې یې د توقیف د یوه مرکز د پرانستلو امر کړی، چې د امریکا هغه ۳۰ زره غیرقانوني کډوال په کې وساتي، چې خپلو هېوادونو ته شړل کېدی نشي.

ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه په خپلو خبرو کې ویلي: “مونږ به دوی ګوانتانامو ته واستوو.”

د امریکا ولسمشر زیاته کړې: “ځینې یې دومره بد دي، چې مونږ ان د ساتلو لپاره یې پر هېوادونو باور نه کوو؛ ځکه نه‌غواړو، چې بېرته راشي.”

ګوانتانامو خلیج، چې په کیوبا کې یو لرې پروت ټاپو او د امریکا پوځي اډه ده؛ پخوا د مرکزي استخباراتو ادارې لخوا د “ترهګرۍ شکمنو” د ساتلو لپاره کارول کېده، خو اوس د ټرمپ د امر له مخې د هغو کډوالو د ساتلو لپاره پر زندان بدل شوی، چې غیرقانوني کډوال یې بولي.

دا اسانتیاوې د کډوالو لپاره په اډه کې د توقیف له مرکزه بېل دي.

د کیوبا ولسمشر میګل ډیاز کانل د ټرمپ دا هڅه “یو ظالمانه عمل” وباله.

ټرمپ د لیکن رایلي قانون د “تاریخي قانون” او د جورجیا د وژل شوې نرسنګ زدکړیال ته، چې د دې قانون نوم ورکړل شوی “ځانګړی درناوي” وباله.

دا قانون وايي: هغه خلک، چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې دي او د غلا او تاوتریخوالي پر جرمونو تورن دي؛ ان له محکومیت څخه دمخه توقیف کیدی شي او په احتمالي توګه له هېواد څخه ایستل کیدی شي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې؛ ۲۲ کلن لیکن رایلي د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې د وینزویلا د یو وګړي خوزه انتونیو ایبارا لخوا ووژل شو، چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې و. ایبارا په نومبر کې محکوم شو او له مشروط خوشې کیدو پرته پر عمري بند محکوم شو.

Trending

Exit mobile version