تازه خبرونه

د امریکا ۶۶ سناتورانو د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د درولو غوښتنه وکړه

د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې، دغو سناتورانو د دوشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولین ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی، چې د لسګونو افغانانو بېرته ستنول یې ژوند له جدي ګواښ سره مخ کولی شي.

Published

on

 

د امریکا د کانګرس ۶۶ غړیو د دې هېواد له حکومت څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د ډله‌ییز ایستلو بهیر ودروي؛ په دغو کسانو کې هغه افغانان هم شامل دي، چې په ۲۰۲۱ز.کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو مخکې یې له امریکايي او ائتلافي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې، دغو سناتورانو د دوشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولین ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی، چې د لسګونو افغانانو بېرته ستنول یې ژوند له جدي ګواښ سره مخ کولی شي.

د کډوالو د ملاتړ بنسټونو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه لږ تر لږه ۱۵۰ افغانان د لوزیانا ایالت له یوه توقیف‌ځای څخه پاکستان ته ولېږدول شي. د امریکا د کورني امنیت وزارت چارواکو هم محکمې ته په وړاندې شویو اسنادو کې ویلي، چې په پای کې غواړي د دغو افغانانو یو شمېر خپل هېواد ته ستانه کړي.

سناتورانو په خپل لیک کې ویلي: هغه افغانان، چې له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ یا د اسلامي امارت د نیوکې له کبله د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ کېدی شي؛ بېرته لېږل یې د هغوی ژوند له خطر سره مخ کوي.

سناتورانو زیاته کړې، چې امریکا باید هغه افغانان یوازې پرې‌نه‌ږدي، چې د امریکايي ځواکونو د ملاتړ لپاره یې خپل او د کورنیو ژوند له خطر سره مخ کړی و.

درېیمو هېوادونو ته د کډوالو لېږدول

د ډونالډ ټرمپ حکومت د خپلې سخت‌دریځې کډوالۍ تګلارې په چوکاټ کې له لږ تر لږه ۳۵ هېوادونو سره د هغو کډوالو د منلو هوکړې کړي، چې امریکا یې نه‌شي کولی په مستقیم ډول خپلو اصلي هېوادونو ته ولېږي.

په ډېرو برخو کې درېیمو هېوادونو ته د کډوالو د لېږدولو دلیل په خپلو اصلي هېوادونو کې د شکنجې، وژل کېدا او ځورونې ګواښ بلل شوی دی.

د دغې تګلارې نیوکه‌کوونکي وایي، دا ډول اقدامات د کډوالو د نړیوالو بشري حقونو او د پناه غوښتونکو د ملاتړ څو لسیزې پخواني اصول کمزوري کوي.

د دوی د څرګندونو له مخې، یو شمېر کډوال هغو هېوادونو ته لېږدول کېږي، چې د بشري حقونو د سرغړونو سابقه لري او امنیتي وضعیت یې دومره خراب دی، چې ان د امریکا حکومت خپلو وګړو ته هم هلته د سفر سپارښتنه نه‌کوي.

د «رفیوجیز انټرنشنل» او «هیومن رایټس فرسټ» دوه نادولتي بنسټونو د معلوماتو له مخې د ټرمپ حکومت تر دې دمه لږ تر لږه ۲۵ زره کسان درېیمو هېوادونو ته لېږدولي دي.

« هیومن رایټس فرسټ» ویلي، ټاکل شوې وه د افغانانو د لېږدولو یوه الوتکه د سې‌شنبې پر ورځ د لوزیانا ایالت له الکسانډریا ښار څخه پاکستان ته ولاړه شي.

د کډوالو د حقونو فعالان وایي؛ ښايي په هغو کسانو کې ایراني وګړي هم شامل وي، چې پاکستان ته لېږدول کېږي. د ټرمپ حکومت له دې مخکې هم د ایران یو محدود شمېر وګړي درېیمو هېوادونو ته لېږدولي وه، چې وروسته بېرته ایران ته واستول شي. دا په داسې حال کې ده، چې د راپور د خپرېدا پر مهال د امریکا او ایران ترمنځ جګړه روانه وه.

پاکستان په تېرو کلونو کې میلیونونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي. دغه بهیر له اسلامي امارت سره د اسلام‌آباد د اړیکو د ترینګلتیا له زیاتېدا سره هم دوام لري.

په امریکا کې د افغان کډوالو نامعلوم برخلیک

د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ « افغان ایواک» مشر شان ون‌ډایور ویلي: ډېری هغه افغانان، چې د ایستلو له ګواښ سره مخ دي؛ په محکمه کې د خپلو کډوالۍ دوسیو د دفاع لپاره کافي وخت نه‌دی ترلاسه کړی.

د نوموړي پر وینا، ډېری دغو کسانو د مدافع وکیل د نه‌لرلو له کبله نه‌دي توانېدلي، چې په اغېزمن ډول له خپلو حقونو دفاع وکړي او د ایستلو بهیر یې پیل شوی دی.

ون‌ډایور ویلي؛ د دوشنبې پر ورځ یې له یوه داسې کس سره خبرې کړي، چې په افغانستان کې د مخکني حکومت له سقوط مخکې د پولیسو افسر و او اوس د خپل ایستلو په تمه کې دی.

د نوموړي پر وینا؛ دغه کس اندېښنه لري، چې افغانستان ته د بېرته ستنېدا په صورت کې به ووژل شي.

هغه زیاته کړې، چې د ایستلو له ګواښ سره مخ نور کسان هم یا له مخکیني افغان حکومت او امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او یا یې د کورنۍ غړي له دغو ادارو سره کار کړی دی. د کډوالو د حقونو فعالان وایي، دا مخینه ښايي د دغو کسانو ژوند ته د بېرته ستنېدا پر مهال ګواښ پېښ کړي.

د ټرمپ له واک ته رسېدا وروسته د افغانانو د مېشتولو د پروګرامونو درول

ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دورې له پیل وروسته هڅه کړې؛ د افغانانو د بیا مېشتولو هغه پروګرامونه ودروي، چې د امریکا د مخکني ولسمشر جو بایډن د واکمنۍ پر مهال پیل شوي وه.

په ۲۰۲۱ز.کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له ګډوډ وتلو وروسته له ۱۲۰ زره ډېر افغانان له دغه هېواده وایستل شول او یو شمېر یې له امریکا بهر؛ د قطر پر ګډون په لنډمهالو مرکزونو کې ځای پر ځای شول.

د روان کال په سپټمبر کې امریکا د «کمپ السیلیه» مرکز د فعالیت موده نهه میاشتې نوره هم وغځوله. په دغه مرکز کې له زر ډېر افغانان میشت دي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال یې له دغو ځواکونو سره همکاري کړې وه.

امریکا ته د لېږدول شویو افغانانو حقوقي وضعیت

امریکا ته لېږدول شویو افغانانو په پیل کې د بشري استوګنې اجازه ترلاسه کړې وه، چې له مخې یې په لنډمهاله توګه په دغه هېواد کې د اوسېدو حق درلود.

په ۲۰۲۲ز.کال کې د جو بایډن حکومت دغو افغانانو ته د ۱۸ میاشتو لپاره د « لنډمهاله خوندیتوب» یا (TPS) وضعیت ورکړ. دغه وضعیت هغوی ته اجازه ورکوله، چې د بشري استوګنې د مودې تر پای ته رسېدو وروسته هم په قانوني توګه په امریکا کې ژوند او کار وکړي او خپل د کډوالۍ وضعیت روښانه کړي.

له هغه وخت راپدېخوا د امریکا د کډوالۍ د پېچلي او له ځنډونو ډک بهیر له کبله یوازې لږ شمېر افغانان توانېدلي، چې د پناه غوښتنې یا له ائتلافي ځواکونو سره د همکارۍ له کبله د ځانګړي خوندیتوب د ترلاسه کولو خپلې دوسیې بشپړې کړي.

شان ونډایور ویلي، دغه کسان له ډېر ستونزمن وضعیت سره مخ دي او شاوخوا پنځه کاله کېږي، چې د دایمي کډوالۍ د وضعیت، ګرین‌کارډ یا د خپلو دوسیو د برخلیک د روښانېدا پر تمه دي.

د پناه غوښتنې پر بهیر نوي محدودیتونه او د افغانانو د دوسیو ارزونې ځنډول

د ټرمپ حکومت په ټوله نړۍ کې د پناه غوښتنې د منلو کچه بې‌ساري ټیټې کچې ته راکمه کړې ده.

ټرمپ د سویلي افریقا سپین‌پوستو وګړو ته په دې برخه کې استثنا ورکړې او هغوی ته یې د پناه غوښتنې اجازه ورکړې ده. نوموړي د دې اقدام دلیل پر سپین‌پوستو توکمیز تبعیض بللی دی.

دغه راز د ۲۰۲۵ز.کال په نومبر کې له هغې وروسته، چې یو افغان وګړي په واشنګټن ډي‌سي کې د ملي ګارد پر دوه غړیو د ډزو پر تور تورن شو؛ ټرمپ د افغان وګړو د کډوالۍ د غوښتنلیکونو د ارزونې د درولو امر وکړ.

د امریکا حکومت د روان کال په لومړیو کې افغان وګړي د ویزو د پراخو محدودیتونو په لړ کې شامل کړل او اعلان یې وکړ، چې د افغان وګړو د کډوالۍ ثبت شوې غوښتنې به بیا وارزوي.

د ټرمپ حکومت دواړه تګلارې په امریکايي محکمو کې له ننګونو سره مخ شوې دي.

د افغانانو د ملاتړ لپاره د نوي قانون د تصویب هڅې

شان ونډایور وایي، نوموړی او د کډوالو د حقونو نور فعالان د نویو قوانینو د تصویب لپاره هڅې کوي، چې په امریکا کې میشتو افغانانو ته قانوني خوندیتوب برابر شي.

د دغو طرحو یوه، چې د جمهوري‌پالو او ډيموکراټانو یو شمېر قانون‌جوړوونکو یې ګډ ملاتړ کړی؛ موخه یې دا ده، چې ډېرو افغانانو ته د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت بېرته برابر شي. دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ حکومت دغه وضعیت لغوه کړی دی.

د امریکا د کانګرس د ۶۶ غړیو د غوښتنې له مخې؛ د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر درول په داسې وخت کې مطرح کېږي، چې په امریکا کې د میشتو زرګونو افغانانو د کډوالۍ برخلیک اوس هم نامعلوم دی او له امریکايي ځواکونو سره د پخوانیو همکارانو د جبري ستنولو په اړه اندېښنې مخ پر زیاتېدا دي.

Trending

Exit mobile version