تازه خبرونه
د انډونیزیا سفیر د بامیان ولایت عامه کتابتون ته ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل
ډاکټر ننډا آولیسټ د ټولنې د فکري، علمي او فرهنګي ودې لپاره د مطالعې او کتابلوستنې د ارزښت په اړه د ټینګار ترڅنګ ویلي؛ انډونیزیا په افغانستان او دې هېواد کې د مطالعې او کتابلوستنې د دودولو لپاره فرهنګي پروګرامونه او د کتابونو نندارتونونه جوړوي.
د انډونیزیا جمهوریت سفیر ډاکټر ننډا آولیسټ د یوه پلاوي پر مشرۍ د بامیان ولایت له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه او دې کتابتون ته یې ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل.
ډاکټر ننډا آولیسټ د ټولنې د فکري، علمي او فرهنګي ودې لپاره د مطالعې او کتابلوستنې د ارزښت په اړه د ټینګار ترڅنګ ویلي؛ انډونیزیا په افغانستان او دې هېواد کې د مطالعې او کتابلوستنې د دودولو لپاره فرهنګي پروګرامونه او د کتابونو نندارتونونه جوړوي.
هغه زیاته کړې، چې د دغو پروګرامونو هدف مطالعې ته د ځوانانو هڅول، د هغوی د پوهې او خبرتیا کچې لوړول او له وزګار وخت څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هڅه کیږي، چې ځوانان د خپل وخت ډېره برخه د خواله رسنیو او مجازي پاڼو پر کارولو او د وخت د تېرولو پر ځای مطالعې، د پوهې ترلاسه کولو او فکري ودې ته ډېره پاملرنه وکړي.
د بامیان عامه کتابتون مدیر د انډونیزیا جمهوریت سفیر ته د ښه راغلاست ویلو او د هغه له راتګ څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د ۱۵۰ ټوکه کتابونو د ډالۍ او دغه ارزښتناک فرهنګي ګام له کبله مننه او ستاینه وکړه.
هغه دغه فرهنګي نوښت د کتابتون د مطالعاتي سرچینو د بډاینې، د مطالعې او کتابلوستنې د دود د پیاوړتیا او ځوانانو او د کتاب مینهوالو ته د کتابونو او پوهې ته د لاسرسي د ډېرو فرصتونو د برابرولو لپاره اغېزناک ګام وباله.
نوموړي ټینګار وکړ، چې دا ډول ارزښتناک فرهنګي اقدامات د ټولنې په علمي، فکري او فرهنګي وده کې مهم رول لوبولی شي.
د بامیان عامه کتابتون مدیر هیله څرګنده کړه، چې د انډونیزیا جمهوریت او د افغانستان د فرهنګي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ، د کتاب نندارتونونو جوړولو، د مطالعې دودولو پروګرامونو د پلي کولو او د عامه کتابتونونو د ملاتړ په برخو کې اړیکې پراخه او په بامیان ولایت کې د مطالعې او کتابلوستنې د دودولو لپاره ډېرې نورې زمینې برابرې شي.