تازه خبرونه
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر وکړ
دا کنفرانس به “د دوامداره انرژۍ لپاره سیمهییزه همکاري” تر سرلیک لاندې د می له دیارلسمې څخه تر پېنځلسمې پورې ترسره شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالی عبداللطیف منصور د اسلامي امارت د پلاوي پر مشرۍ د انرژۍ په پېنځمه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر کړی دی.
دا کنفرانس به “د دوامداره انرژۍ لپاره سیمهییزه همکاري” تر سرلیک لاندې د می له دیارلسمې څخه تر پېنځلسمې پورې ترسره شي.
د دې کنفرانس موخه د سیمهییزې همکارۍ پیاوړتیا، د انرژۍ په ګډو پروژو کې د پانګونې راجلبول، د تجربو تبادله او د شنې ټکنالوژۍ وده ده.
تمه ده، چې د دې کنفرانس په لړ کې عبداللطیف منصور د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ پراخولو، بهرنۍ پانګونې راجلبولو او د انرژۍ سرچینو مدیریت په برخه کې د بریالیو نړیوالو تجربو پر کارولو ټینګار وکړي.
په دې نړیواله غونډه کې د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او روسیې او همدارنګه د نړیوالې اټومي انرژۍ بنسټونه او نړیوال بانک په څېر ادارو استازي هم برخه ولري.
