تازه خبرونه
د اوبو کمښت او بېسارې تودوخې پر کرنې فشار زیات کړی – افایاو
د دې ادارې په راپور کې، چې د ۲۰۲۶ ـ ۲۰۲۷ کرنیز فصل لپاره د افغانستان اوسنی کرنیز وضعیت او راتلونکی لیدلوری ارزوي، د اقلیمي وړاندوینو، له لرې واټنه د راټولو شویو معلوماتو او د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له کروندګرو سره د سلا مشورو پر بنسټ د هېواد کرنیز وضعیت ارزولی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د افغانستان د ۲۰۲۶ کال د اګست په تازه کرنیز لیدلوري کې ویلي، د اوبو کمښت او د تودوخې لوړېدا د اوړي پر کرنیزو فصلونو او څړځایونو فشار زیات کړی دی.
د دې ادارې په راپور کې، چې د ۲۰۲۶ ـ ۲۰۲۷ کرنیز فصل لپاره د افغانستان اوسنی کرنیز وضعیت او راتلونکی لیدلوری ارزوي، د اقلیمي وړاندوینو، له لرې واټنه د راټولو شویو معلوماتو او د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له کروندګرو سره د سلا مشورو پر بنسټ د هېواد کرنیز وضعیت ارزولی دی.
د راپور له مخې، د کیمیاوي سرې د بیو لوړېدل هم د کروندګرو وړتیا ګواښي، چې د راتلونکي ژمي د غنمو په کرکیله کې پانګونه وکړي.
دوی وړاندویېنه کړې؛ د« النینو» پدیدې پیاوړتیا او په هند سمندر کې د مثبت«دوهګوني» رامنځته کېدا شونتیا ښیي، چې په راتلونکي ژمي او پسرلي کې به د اورښت کچه لوړه کړي؛ دا هغه څه دي، چې ښایي اوبو ته لاسرسی او د کرنیزو تولیداتو د زیاتېدا تمه ښه کړي.
دې ادارې خبرداری ورکړی، چې د اورښت زیاتوالی ښایي د سېلابونو، ځمکښوېدنې، کرنیزو محصولاتو ته د زیان او د څارویو د تلفاتو خطر هم زیات کړي.