سیمه ییز خبرونه

د اوربند له هڅو سره سره د سوریې په دروز کې نښتو زور اخیستی

د رویټرز خبریالانو د سویدا له ښار د ډزو غږونه اوریدلي او پر نږدې کلیو یې د ګولیو لګېدل لیدلي دي؛ خو له ځاني زیانونو تر دې دمه راپورونه ورکړ شوي ندي.

Published

on

د شنبې پر ورځ د سوریې د سویدا په اکثریتي دروز سیمه کې مذهبي نښتو په داسې حال کې زور اخیستی، چې د اسلامپالي حکومت پر مشرۍ د اوربند د پلي کولو لپاره هڅې روانې دي.

د رویټرز خبریالانو د سویدا له ښار د ډزو غږونه اوریدلي او پر نږدې کلیو یې د ګولیو لګېدل لیدلي دي؛ خو له ځاني زیانونو تر دې دمه راپورونه ورکړ شوي ندي.

حکومت ویلي وه؛ په سویلي سیمه کې د سولې د ساتلو لپاره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي وه او له ټولو خواوو یې وغوښتل، چې له نږدې یوې اوونۍ وینې تویولو او سلګونه کسانو وژل کېدو وروسته جګړه ودروي.

د شنبې پر ورځ ناوخته د کورنیو چارو وزارت ویلي وه، چې د سویدا د ښار نښتې درول شوي او سیمه د ځواکونو له ځای پر ځای کیدو وروسته له قبیلوي جنګیالیو پاکه شوې ده.

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې، چې په بریټانیا کې میشته ده؛ ویلي، چې د سویدا په شاوخوا کې له تېرې اوونۍ راپدېخوا د نښتو له کبله لږترلږه ۹۴۰ کسان وژل شوي دي.

رویټرز ونشو کولی، چې په خپلواکه توګه د زیانونو شمېر تائید کړي.

د سوریې لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع ویلي، چې د “عربو او امریکایانو” منځګړیتوب د شخړو د زیاتېدو دمخه د ارامۍ په راوستلو کې مرسته کړې ده.

هغه د اوونۍ په لړ کې د اسرائیلو پر هوایي بریدونو نیوکه وکړه.

دا جګړه د الشرع د اسلامپاله واکمننۍ لپاره وروستۍ ننګونه ده، چې په ډسمبر کې جنګیالیو مستبد ولسمشر بشارالاسد له واکه وغورځاوه او واک یې تر لاسه کړ.

دا جګړه تېره اوونۍ د سویلي سوریې د مذهبي لږکي دروزیانو، د اسرائیلو تر نیواک لاندې ګولان او د لبنان او اردن ځینو برخو او د سوریې د قبایلو ترمنځ له نښتو پیل شوه. بیا حکومتي ځواکونه د تاوتریخوالي د کمولو لپاره راغلل؛ له ډروز وسلوالو سره یې ښکېل او پر ډروز ټولنې یې برید وکړ.

عیني شاهدانو ویلي، چې د شنبې د ورځې تاوتریخوالی یو ځل بیا ډروز د قبایلو پر وړاندې ودراول.

جګړه ګاونډ اسرائیل ته هم غځېدلې ده، چې په سویلي سوریه او دمشق کې یې پر دفاع وزارت هوایي بریدونه ترسره کړل. په داسې حال کې، چې حکومتي ځواکونه له ډروز سره په جګړه بوخت ول.

اسرائیلي ځواکونو ويلي؛ دوی له دروز ساتنه کوي، چې په اسرائیل کې هم د پام وړ لږکی دی.

اسرائیل او واشنګټن د سوریې په اړه نظري اختلاف لري. امریکا د الشرع تر واک لاندې حکومت له مرکزي سوریې ملاتړ کوي، چې د ټولو حکومت ته ژمن دی. په داسې حال کې، چې اسرائیل وايي، چې حکومت د جهادیانو تر کنټرول لاندې او لږکیو ته خطر دی.

په تېر مارچ کې د سوریې پوځ د علوي لږکيو د غړو په ډله‌ییزه وژنه کې ښکېل و؛ ځکه، چې د اسد یو شمېر مشران ورسره تړلي وه.

ویل کیږي، چې د سویدا اوسیدونکي د خوړو، اوبو، برښنا او مخابراتي خدماتو له سخت کمښت سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version