سیمه ییز خبرونه
د اورګاډي پېښه د ۲۱ یرغملو او څلور سرتېرو پر وژل کېدا پای ته ورسېده – د پاکستان پوځ
د بلوچستان بېلتون غوښتونکو وسلوالو د سېشنبې پر ورځ د بلوچستان له مرکز کوټې څخه د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور ته د سفر پر مهال د اوسپنې پټلۍ والوځوله او په جعفر ایکسپریس یې وسلوال برید وکړ، چې ۴۴۰ کسان په کې سپاره ول.
د پاکستان پوځ ويلي؛ امنیتي ځواکونو د چارشنبې پر ورځ د بیلتون غوښتونکو وسلوالو لخوا پر ریلګاډي د برید ټول ۳۳ بریدګر وژل شوي او د سلګونه تښتول شویو کسانو په ګډون د یوې ورځې اوږده نښته پای ته ورسېده.
د بلوچستان بېلتون غوښتونکو وسلوالو د سېشنبې پر ورځ د بلوچستان له مرکز کوټې څخه د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور ته د سفر پر مهال د اوسپنې پټلۍ والوځوله او په جعفر ایکسپریس یې وسلوال برید وکړ، چې ۴۴۰ کسان په کې سپاره ول.
پوځ ویلي، چې د دې نښتې پر مهال ۲۱ یرغمل شوي کسان او څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د پوځ ویاند احمد شریف چودري څرګنده کړې؛ “نن مونږ د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼشمېر خلک آزاد کړل… وروستی عملیات په پوره پاملرنه ترسره شول.”
د پوځ له اعلان مخکې؛ د بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ، چې د برید مسوولیت یې پر غاړه اخیستی ویلي؛ د چارشنبې پر ماښام ۵۰ یرغمل مسافر وژل شوي دي.
بېلتون غوښتونکو د سېشنبې پر ورځ ویلي وه: ۲۱۴ کسان، چې ډېر یې امنیتي کسان دي؛ ساتلي.
دغه راز یې ګواښ کړی، چې که چارواکي د بلوڅ سیاسي بندیانو، فعالانو او ورک شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د دوی د ۴۸ ساعتونو ضرب الاجل په پام کې ونه نیسي؛ نو د یرغمل شویو کسانو اعدام به پیل کړي.
بي ال ای BLA د هغو څو قومي وسلوالو ډلو څخه یوه لویه ډله ده، چې په بلوڅستان کې له حکومت سره جګړه کوي، چې له افغانستان او ایران سره پوله لري.
وسلوالو په دې وروستیو میاشتو کې خپل فعالیتونه زیات کړي؛ د درندو تلفاتو او ټپي کېدو او د پاکستاني پوځ د پر نښه کولو لپاره یې نوي تاکتیکونه کارولي دي.
د بلوڅ وسلوالو د څرګندونو له مخې؛ دوی د سیمې د کانونو او معدني شتمنیو د لویې ونډې لپاره مبارزه کوي، چې مرکزي حکومت یې ردوي.
د چارشنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزارت مرستیال وزیر طلال چودري جیو ټلویزیون ته ویلي؛ وسلوالو، چې د یرغمل شویو مسافرو په منځ کې د ناستې پر مهال ځانمرګي واسکټونه اغوستي وه او د ژغورنې هڅې یې پیچلې کړې وې.
هغه ويلي، چې له ۷۰ څخه تر ۸۰ بريدګرو د ریلګاډی مسافر تښتولي وه.
چودري ويلي، پوځ سلګونه سرتېري، هوايي ځواک او ځانګړي ځواکونه يې هم له اورپکو سره د مقابلې لپاره واستول.
هغه ويلي: د عملياتو په وروستي پړاو کې ځانګړو ځواکونو لومړی ځانمرګي بريد کوونکي ووژل او وروسته له هغې سرتېري له ګاډي څخه بل ګاډي ته لاړل او پاتې وسلوال يې ووژل.
هغه د عملیاتو په دې پړاو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو شمېر یاد نکړ او دا روښانه نده، چې مسافر به څنګه او چیرته لیږدول کیږي.
چارواکو له دې مخکې په یوه پوځي خبرپاڼه کې ویلي وه، چې د ریلګاډي چلوونکی او څو نور کسان وژل شوي دي.
حکومتي چارواکو له پوځي خبرپاڼې مخکې، چې ویلي وه، چې ۱۹۰ کسان ژغورل شوي او له ۵۰ څخه ډېر یې له خپلو عزیزانو سره د یوځای کیدو لپاره کویټې ته لېږدول شوي دي.
یوه امنیتي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې وسلوال کسان د سرتېرو او امنیتي پرسونل په لټه کې ول.
۷۵ کلن محمد اشرف، چې په ریلګاډي کې سفر کاوه ویلي؛ هغه په غرنۍ سیمه کې د یوې زورورې چاودنې غږ واورېد، چې ټول ډبې یې ولړزولې.
هغه ویلي: کله، چې درندې ډزې پیل شوې؛ مونږ پر ځمکه پروت وکړ. “لږ وروسته وسلوال سړي ریلګاډي ته ننوتل او زمونږ د هویت ارزونه یې پیل کړه.”.